
لیکنه: سمیع الله درانی
دا چې د کرونا ویروس له امله ورزشي چارې ځنډېدلې، نو ډېری کرکټ لوبغاړي خپل نظرونه او وختونو په اړه څرګندونې د انسټګرام او نور و ټولنیزو شبکو له لارې یو بل سره شریکوي.
راشدخان او هندوستاني چهل هم په انسټګرام سره خبرې کړي او دواړو د افغان لوبغاړو او هندوستان لوبغاړو څخه ګډه یا شریکه لوبډله جوړه کړې، چې ورته د راشدخان او چهل کمباین لوبډله ویل کېږي.
دې لوبډله کې د څلورو افغان لوبغاړو نومونه یاد شوي دي.
د لوبډلې نوملړ عبارت دی له، شېکردوان او روهېټ شرما اوپنران، ویرات کولي ون ډاون، رحمت شاه زُرمتی څلورم نمبر توپ وهونکی، کی ایل راهول پنځم نمبر توپ وهونکی، ایم ایس ډوني شپږم نمبر توپ وهونکی، له محمد عیسی خېل او هارډېک پانډیا څخه یو د الراونډر په توګه، راشدخان او چهل لېګ برېک ګوګلي بالران، جسپرېت بومرا او محمد شمي چټک توپ اچوونکي.
د راشد او چهل په وېنا که له دوی څخه د افغان او هندي ګډو لوبغاړو د لوبډلې جوړولو هیله وشي، همدا یې د خوښې لوبډله ده.
که دې لوبډلې ته نظر وشي، ډېره پورې بده لوبډله نه ده او کولای شي چې په مرسته د نړۍ سختې لوبډلې ماتې کړي.
خو که له افغان لوبغاړو محمد شهزاد هم پکې ځای شوی وای، بیابه کم سارې لوبډله وه.
د توپ وهنې، توپ اچونې، الراونډرانو او وېکټ ساتونکي کمی پکې نه محسوسېږي.