د کرکټ بورډ مشر:  تاجکستان لیګ کې لوبغاړو ته د ګډون اجازه نه شو ورکولای

خبریال: فضل الله فضلي

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر فرحان یوسفزي نن د بورډ له لوري د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره ویلي چي افغان لوبغاړو ته د تاجکستان کرکټ لیګ کي د لوبېدو اجازه نه سي ورکولای.
نوموړي ویلي:

دا چې د تاجکستان کرکټ فدراسیون اوسمهال د ودې او په دغه هېواد کې کرکټ د غوړېدا په حال کې دی نو موږ هم د افغانستان کرکټ بورډ په استازیتوب د دغه هېواد د کرکټ راتلونکي ته هیله‌من یو.

ښاغلی یوسفزي زیاته کړې چي تاجکستان د کرکیټ لیګ د ترسره کولو تابیا لري، خو دا چي دا هیواد د کرکیټ نړیوالي شورا سره بشپړغړیتوب نه لري او د یادي شورا څخه د لیګ د ترسره کولو اجازه هم نه لري، نو د اصولو پر بنسټ موږ خپلو لوبغاړو ته هلته د لوبېدو اجازه نسو ورکولای.

نوموړي دواړه هیوادونه غوره او نږدې ګاونډیان یاد کړل او په دوامداره توګه یې د همکارۍ یادونه کړې ده.
ښاغلی یوسفزي زیاته کړې:

دغه راز دا چې د افغانستان کرکټ بورډ اوسمهال د بېلابېلو دلایلو پر بنسټ له مالي پلوه هم هغومره پیاوړی نه دی، نو د افغانستان کرکټ بورډ اداره یوازې کولی شي چې له یاد هېواد سره د کرکټ په تخنیکي ډګر کې مرسته وکړي.

د ښاغلي یوسفزي وړاندي د بورډ پخواني رئیس ښاغلي عزیزالله فضلي تاجکستان هیواد ته سفر کړی وو او د دې هیواد د کرکیټ فدراسیون سره یې د مرستو او همکاریو ژمني کړي وې.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د نوي تړون په اساس نیمار ته د ورځې یو لک ډالر ورکول کیږي

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د برازیل هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او د فرانسوي کلب پاریسن جرمېن تکړه او نامتو بریدګر لوبغاړي نیمار د پاریسن جرمېن لوبډلې سره تېره شنبه تر ۲۰۲۵م کال پوري تړون وکړ او اوس به ... نور ولولئ