مارچ 4, 2021

د سریلانکا سوداګریز کرکټ لیګ لپاره ۱۵۰ لوبغاړي بولۍ ته وړاندې کېږي

سپورټ یاران

په دغو لوبغاړو کې د نړۍ مشهور کرېکټران، لکه کرېس ګېل، شاهد افریدي، شکېب الحسن، ډېرین سمي، فېلېنډر او نور هم شامل دي.
د دې لوبو لپاره ۱۵۰ لوبغاړي پېرته وړاندې کېږي.
د لوبغاړو د پېرلو ورځ د اکټوبر لومړۍ نېټه ښودل شوې ده.
هره لوبډله کولای شي چې شپږ نړیوال او بهرني لوبغاړي واخلي.
پنځه لوبډلې به ۳۰ بهرني او ۶۵ داخلي لوبغاړي وپېري او یوه لوبډله کولای شي ۱۹ کسیزه لوبډله چمتو کړي.
تمه وه چې دا لیګ په اګسټ میاشت کې پیل شوی او سپټمبر کې پای ته رسېدلی وای، خو د یو لړ ستونزو له امله وروسته شو.
لیګ به د نومبر په ۱۴ مه پیل شي او د ډېسمبر په ۶ مه به پای ته ورسېږي.
۵ لوبډلې به ۲۳ لوبې وکړي، چې ډمبولا، پالیکل او هېم بانټوټا ورته مشخص شوي لوبغالي دي.
د سریلانکا د روغتیا برخې مسوولینو کرکټ بورډ څخه غوښتي، چې مخکې د لوبو له پیله باید لوبغاړي قرنطین شي، کورونا یې ټېسټ شي او بیا د پاکوالي په صورت کې لوبوته ور پرېښودل شي.
لوبغاړي، چې له بهره سریلانکا ته د لیګ د لوبولو لپاره ورځي، نو ۱۴ ورځې به قرنطین تېروي.
د کرکټ په تاریخ کې دا لومړی ځل دی، چې سریلانکا یو سوداګریز لیګ ترتیبوي او نړیوال لوبغاړي پکې برخه اخلي.

د افغان لوبغاړو شتون

دا چې د دې لیګ لومړی پړاو د پیل په درشل کې دی، نو ډېر مشهور او پراخه لیګ ځکه نه دی، چې لوبې یې کمې او لوبغاړي هم پکې کم اخیستل کېږي.
ډېره ونډه یې داخلي لوبغاړو ته ورکړې، چې له مجموعي ۹۵ لوبغاړو څخه یې ۶۵ داخلي دي.
نو که افغان لوبغاړو ته ونډه هم ورکړل شي، نو ښایي محمدنبي عیسی خېل، راشدخان، مجیب الرحمن او ځینې نور لوبغاړي بولۍ ته وړاندې شي.
د سریلانکا کرکټ لیګ د آی پي اېل تر پای ته رسېدو ۴ ورځې وروسته پیلېږي.
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




لیکوالي په ټولنه کې څه ارزښت لري؟

لیکوال: شبانه پوپلزۍ - برخه : بریا او پرمختګ

لیکوال د یوې ټولنې له پاره څه ارزښت لري او زموږ لیکوالانو تر کومه حده خپله دنده اجرا کړې؟ لیکوال هغه څوک دی، چې د یوې ټولنې د بدلون لامل ګرځي. لیکوال د خپل قلم ... نور ولولئ