له ۱۴۳ ورځو وروسته د لوبغالي تړلې دروازې بېرته پرانیستل شوې

رنګین تجريدي ډیزاین
یاران سپورټ

کرکټ په ټوله نړۍ کې د ۲۰۲۰م د فبروري میاشت څخه د کرونا ویروس له امله نه و او لسګونه لوبلړۍ ترسره نشوې.
د جولای ۷ مه نېټه ۱۴۳ مه ورځ وه، چې د کرکټ ټول لوبغالي تړلي وو او د کرکټ نړۍ ته یې زیات مالي زیان واړاوه.
پر مالي زیان سربېره د کرکټ مینه‌وال هم خواشیني و او د کرکټ د ژوندیو لوبو لیدلو ته لېواله وو.
خو اوس په ازمایښتي ډول د کرکټ بیا پیل ته د جولای اتمه نېټه ښه پلمه ده.
نن د انګلستان او ویسټ انډیز کرکټ لوبډلو وکولای شول، چې د کرکټ لوبغالو هغه دروازې بېرته پرانیزي، چې له ۱۴۳ ورځو راهیسې تړلي وو.

د روز بول لوبغالی او د کرکټ بیا پیل

د انګلستان هېواد ساوتمټن سیمه کې د روز بول لوبغالی د کرکټ بیا پیل ویاړ په غاړه لري.
د چهارشنبې پر ورځ د جولای په اتمه نېټه د افغانستان پر وخت ماسپښین ۲ نیمې بجې د ویسټ انډیز او انګلستان ټېسټ کرکټ لوبه پیل شوه او د نړیوال کرکټ بیا پیل ته هیلې وغوړېدې.

د انګلستان او ویسټ انډیز ټېسټ لوبو اهمیت

د دې لوبو اهمیت د کرکټ نړیوالې شورا ته په دې کې دی، چې اقتصادي ستونزې به یې ورارزول شي او د کرونا له امله چې کوم وضعیت رامنځته شوی، دې وضعیت ته د پای ټکي اېښودلو لپاره ښه فرصت دی او د کرکټ بشپړ بیا پیل ته هیلې را ژوندۍ کوي.
دویمه خبره د وېرې او ډار پای ته رسېدل دي، که دا لوبې په بریا سره پای ته ورسېږي، نورې لوبډلې او هېوادونه هم زړه ښه کوي، چې کرار، کرار کرکټ پیل ته ورداخل شي او یو ځل بیا په ډکو لوبغالو کې له جوش او جذبې ‌ډکې لوبې ننداره کړو.
له دې سره به په نړۍ کې یو ځل بیا د لوبډلو سفرونه د لوبلړیو لپاره پیل شي او دا چاره به بیا د کرکټ لوبغالي پرانیستي او بوخت وساتي.
rr.jpg
 

About ياران ټیم 3438 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.