مجیب الرحمن د نورعلي ځدران تشویق او ملاتړ تر نړیوال شهرته ورساوه

لیکنه: سمیع الله درانی

د هر کرکټ لوبغاړي تر شا د خپل خپلوان لاس وي، چې هغه یې تر نړیوال شهرته رسولی وي، چې شهرت ته د رسېدلو لپاره مالي ملاتړ او ورسره کرکټ ته په معنوي لحاظ هڅول شامل دي.
دلته هغه کرکټ لوبغاړي درپېژنو چې د خپلو پلورونو او خواخوږو په مرسته نړیوال شهرت ته ورسېدل او اوس یې اقتصادي ژوند پوره جوړ دی.

مجیب الرحمن


افغان ماهر توپ اچوونکی مجیب الرحمن ډېر کوچنی و، چې د کرکټ نړۍ ته د نورعلي ځدران لخوا تشویق شو او د هغه په مرسته تر نړیواله شهرته ورسېد. نوموړی اوس په ټوله نړۍ کې مشهور دی او نږدې ټولو سوداګریزو کرکټ لیګونوکې لوبېږي. اوس یې اقتصادي ژوند پوره جوړ دی.

راشدخان


د خپل ورور په مرسته د کرکټ نړۍ ته راوستل شو او اوس د نړۍ په کچه مشهور کرکټ لوبغاړی دی او د نړۍ په هر کونج کې چې د کرکټ لیګ وي، دی به پکې د تقاضا له مخې شامل وي. اوس یې اقتصاد جوړ دی او خورا نامتو لوبغاړی دی.

ویرات کولي


د ویرات کولي د تشویق لامل د هغه پلار پرېم کولی دی، چې د جرایمو قانونپوه دی. هغه خپل لاسونه تڼاکې کړل، پښې ستړې کړې او خپل زوی ویرات کولي یې د نړۍ په کچه یو نه هېرېدونکی کرکټر کړ.
کولي په راج کومار شرما کرکټ اکاډومي کې مسلکي کرکټ زده کړ او بیا د هندوستان ۱۹ کلنو لوبډله کې انتخاب او لوبډلمشر شو. اوس د نړۍ په کچه نامي لوبغاړی دی.

ایم ایس ډوني


د ډوني پلار پان سېنګ نومېږي او یوه کمپنۍ کې عادي مزدورکار یا کارمند و، ده خپل زوی ډوني کرکټ ته وقف کړ او بالاخره د هندوستان لپاره درې ستر ویاړونه وګټل او ژوند یې اوس په اقتصادي لحاظ له مزو ډک دی.

سچېن ټېنډولکر


د ټېنډولکر پلار لېټ رامِش ټېنډولکر دی، هغه ناول لیکونکی او شاعر و. ده په خپل زوی سچېن رامِش ټېنډولکر کرکټ وکړ او بالاخره ټېنډولکر دومره وځلېد چې پنځلس کلنۍ کې د هندوستان لوبډلې ته ولاړ او ۲۴ کاله کرکټ کې یې ځان د سل سلیزو پاچا کړ.
نوموړی اوس په هندوستان کې تر ټولو کرکټ لوبغاړو ډېر بډای دی.

روهېټ شرما


د ده پلار ګوروناتګورونات شرما نومېږي، چې یوه ټرانسپورټي کمپنۍ کې کارمند و.
ده په روهېټ شرما مسلکي کرکټ وکړ او زوی یې اوس د نړۍ غوره کرکټ لوبغاړو کې شمېر دی او څلور ځلې یې آی پي اېل کې ممبيي انډیئنز کرکټ لوبډله په خپله لوبډلمشرۍ کې په اتلولۍ نازولې ده.

عرفان پټان او یوسف پټان


د عرفان پټان پلار محمود خان پټان نومېږي او مور یې صمیم بانو پټان ده. محمود خپله د فوټبال لوبغاړی و، خپل زامن یې کرکټ ته وهڅول چې زامنو یې د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې ته لار پیدا کړه او ښه وځلېدل. اوس دواړه ورونه له نړیوال کرکټ څخه تقاعد دي. عرفان پټان اوس په هندوستان کې د کرکټ اکاډومي لري او لوبغاړي روزي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




سریلانکا کرکټ بورډ د IPL پاتې سیالیو کوربتوب ته چمتوالی ښوودلی

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د راپورونو په بنسټ یو شمېر سرچیني وایي، چي د سریلانکا کرکټ بورډ مشر شامي سیلوا په سیپټمبر میاشت کې د آی پي ایل سیالیو کوربتوب ته چمتوالی ښوودلی، تر څو د آی پي ایل ... نور ولولئ