افغانستان کرکټ بورډ د ټولو کورنیو سیالیو د ترسره کېدلو منظوري ترلاسه کړه

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري
یاران سپورټس

افغانستان کرکټ بورډ د شنبې پر ورځ د کورونا ویروس له خپرېدلو د مخنيوي له بېړنۍ ملي کمېټې، چې مشري یې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش پر غاړه لري، د هېواد په کچه د لوبو ترسره کولو اجازه ترلاسه کړه، چې په دې سره به په نږدې راتلونکي کې د شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ هم پیل شي.
افغان کرکټ بورډ په خپله رسمي فېسبوکپاڼه لیکلي، چې له ډېرو هلو ځلو وروسته د کورونا ویروس له خپرېدلو د مخنيوي له بېړنۍ ملي کمېټې، چې مشري یې د ولسمشر دویم مرستیال ښاسرور دانش کوي، د هېواد په کچه د لوبو ترسره کولو اجازه ترلاسه کړه چې په دې سره به نږدې راتلونکي کې د شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ هم پیل شي.
په دغه ناسته کې چې د افغانستان کرکت بورډ په استازیتوب پکې اجرایه ریيس لطف الله ستانکزي ګډون درلود، وویل:

“داخلي کرکټ د نړیوال کرکټ لپاره د چمتووالي او غوره سیالیو په موخه یو غوره پیل دی، چې لوبغاړي لومړی باید بشپړ چمتو او له هغه وروسته نړیوالو ډګرونو ته ولاړ شي او د افغانستان لپاره بریاوې راوړي.”

ستانکزي زیاته کړه، کرکټ لوبه په آزاده فضا کې ترسره کېږي او همدارنګه د دوی ټول فعالیتونه د کرکټ نړیوالې شورا له لوري څارل کېږي، نو اړینه ده چې په هېواد کې د کرکټ فعالیتونه بیا پیل شي او په دغه برخه کې د روغتیا وزارت او اړوند بنسټونو ډېره مننه چې تر اوسه یې له افغانستان کرکټ بورډ سره بشپړه همکاري کړې ده.
پر دې سربېره د هېواد د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش هم وویل، د کرکټ لوبغاړو د افغانستان لپاره ډېر ویاړونه راوړي پر همدې بنسټ د افغانستان کرکټ بورډ اداره کولی شي چې د کورونا ناروغي پر وړاندې د روغتیا وزارت د ټولو سپارښتنو او لارښونو په عملي کولو سره په داخلي کچه لوبې او تمرینات ترسره کړي.
افغانستان کرکټ بورډ د کورنیو سیالیو د ترسره کېدلو لپاره د تاییدي او منظورۍ ترلاسه کولو په موخه خپل غوښتنلیک او طرحه لومړی د هېواد د روغتیا وزارت او له هغه وروسته د کورونا ناروغي له خپرېدلو د مخنیوي ملي کمېټې ته سپارلي وو چې نن د ډېرو هلو ځلو په پایله کې د جلالتماب ولسمشر د دویم مرستیال ښاغلي سرور دانش چې د یادې کمېټې مشري پر غاړه لري، منظوري ورکړل شوه.
باید وویل شي، کرکټ بورډ د هېواد په کچه لومړنۍ ورزشي اداره ده چې د کورونا وبا له خپرېدلو وروسته د هېوادوالو د خوښیو په موخه یو ځل بیا خپل فعالیتونه پیلوي.
د یادولو ده چې افغانستان کرکټ بورډ په نږدې راتلونکي کې د لومړی درجه او شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو د پیلولو هوډ لري چې دغه لوبې د یاد اجازه لیک له ترلاسه کولو پرته ناممکنه وې چې دا دی په دې سره به د شپږیزې لیګ او نورې کورنۍ سیالۍ د نندارچیانو له شتون پرته ترسره شي.
ssss.jpg

About ياران ټیم 3438 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.