سپورټ کرکټ وزش او تمرین

ویسټ انډیز لیګ د افغان لوبغاړو په شتون کې پیلیږي

لیکنه:محمدصابر حمیدي

ټاکل شوې د ویسټ انډیز هیواد د کرکټ تجارتي سیالۍ«CPL» راتلونکې سې شنبه د ۶ افغان لوبغاړو په شتون کې پيل شي.

د ویسټ انډیز هیواد دا لیګ راتلونکې سې شنبه د اګسټ میاشتې په ۱۸مه نېټه پيلیږي او د سیپټمبر میاشتې تر ۱۰مې نېټې پوري دوام کوي.

په دې لیګ کې ۹ افغان لوبغاړي اخیستل شوي وه، خو درې لوبغاړي د ویزو نه درلودلو له امله پاته شول او اوس به ۶ لوبغاړي پکې ولوبیږي.

محمدنبي عسی خېل، راشدخان ارمان، نجیب الله ځدران، مجیب ځدران، نوین الحق او ظاهرخان هغه ۶ افغانان دي، چې سږ کال د ویسټ انډیز هیواد په کورنیو تجارتي سیالیو کې لوبیږي او څو ورځې وړاندې هم ټول ویسټ انډيز ته رسېدلې.

رحمن الله ګربز، قیس احمد او نوراحمد لکڼوال بیا هغه درې افغان لوبغاړي دي، چې په دې لیګ کې بیلابیلو لوبډلو واخیستل، خو د ویزې د نه درلودلو له امله د یادو سیالیو څخه پاته شول.

د CPL لیګ تنظیموونکو خبر ورکړی، چې ټولي لوبې د ویسټ انډيز هیواد په دوو ښارونو ترینیداد او توباګو کې ترسره کیږي.

دوی وایي لوبغالي ته مینوال نشي ورتللای او لوبې به ټولې د بندو دروازو تر شاه ترسره شي.

د کورونا ویروس څخه راوروسته به د ویسټ انډيز هیواد CPL لیګ لومړنی لیګ وي، چې ترسره شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې څخه فارغ شوی. په کندهار کې د ” زما“ راډیو سره په خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ