د کارابین لیګ تازه خپور شوی مهالوېش او پکې افغان لوبغاړي

د ویسټ انډیز هیواد د کرکټ کورنی لیګ «CPL» نهم پړاو د روان ۲۰۲۱م کال د اګسټ میاشتې په ۲۶مه نېټه د ویسټ انډیز په کیټس اینډ نیویس جزیره کې پيلیږي او د سیپټمبر میاشتې تر ۱۵مې نېټې پوري به دوام وکړي.

نویز پارادوس، بارابادوس پریندیس، جیمیکا تلاواز، لوکا زووکس، ګیانا امازون وایررز او ترینګابو نایټ رایډرز هغه شپږ لوبډلې دي، چې ددې لیګ په نهم پړاو کې به یو د بل پر وړاندې ولوبیږي.

ددې لیګ لپاره د لوبغاړو د پیر «بولي» مراسم د روان ۲۰۲۱م کال د مې میاشتې په ۲۸مه نېټه ترسره شوه.

 

 

شپږ اخیستل شوي افغان لوبغاړي

 

ددې لیګ په بولي لوبډلو ته پنځه افغان لوبغاړي، وقار‌ سلامخېل، ابراهیم ځدران، قیس احمد، شفیق‌الله غفاري او رحمن‌الله ګربز واخیستل شول، خو د نوین‌الحق سره وار له مخي خپلې لوبډلې «ګیانا امازون وایررز» سږ کال د لوبېدو په موخه تړون کړی و او له ځان سره یې ساتلی و.

۱ـ وقار سلامخېل: ګیانا امازون وایررز لوبډلې واخیست،

۲ـ نوین الحق: ګیانا امازون وایررز لوبډلې سره تړون کړی و،

۳ـ ابراهیم ځدران: جمیکا تلاواس لوبډل واخیست،

۴ـ قیس احمد: جمیکا تلاواس لوبډلې واخیست،

۵ـ شفیق‌الله غفاري: بارابادوس تریندیس لوبډلې واخیست،

۶ـ رحمن‌الله ګربز: نویس پاتروتس لوبډلې واخیست.