کارابین لیګ کې د لوبډلو وروستي سکواډونه او پکې اخیستل شوي افغان لوبغاړي

د ویسټ انډیز هیواد کورني کرکټ لیګ ‹‹کارابین›› ته د لوبغاړو د رانیولو مراسم د روان ۲۰۲۱م کال د مې میاشتې په ۲۸مه نېټه ترسره شوه، چې پکې شپږ افغان لوبغاړي واخیستل شول.

 

وقار‌ سلامخېل، ابراهیم ځدران، قیس احمد، شفیق‌الله غفاري او رحمن‌الله ګربز هغه پنځه افغان لوبغاړي وه، چې بولۍ کې اخیستل شوي وه، خو د نوین‌الحق سره وار له مخي خپلې لوبډلې «ګیانا امازون وایررز» سږ کال د لوبېدو په موخه تړون کړی و او له ځان سره یې ساتلی و.

 

وقار سلامخېل او نوین الحق ګیانا امازون وایررز لوبډلې، ابراهیم ځدران جمیکا تلاواس لوبډلې، قیس احمد جمیکا تلاواس لوبډلې، شفیق‌الله غفاري بارابادوس تریندیس لوبډلې او رحمن‌الله ګربز بیا نویس پاتروتس لوبډلې اخیستی و.

 

د ویسټ انډیز هیواد کارابین لیګ کې د شپږ واړه لوبډلو اعلان شوي وروستي سکواډونه

 

په دې اعلان شویو سکواډونو کې د لوبډلو مسئولینو ګڼ شمېر لوبغاړي له خپلو لوبډلو لیرې کړې، چې پکې درې افغان لوبغاړې ابراهیم ځدران، شفیق الله غفاري او رحمن الله ګربز هم شامل دي.

 

اوس به په یاد لیګ کې درې افغان لوبغاړي قیس احمد، وقار سلامخېل او نوین الحق ولوبیږي.

 

 

د کارابین لیګ راتلونکی پړاو

 

د ویسټ انډیز هیواد د کرکټ کورنی لیګ «CPL» نهم پړاو د روان ۲۰۲۱م کال د اګسټ میاشتې په ۲۶مه نېټه د ویسټ انډیز په کیټس اینډ نیویس جزیره کې پيلیږي او د سیپټمبر میاشتې تر ۱۵مې نېټې پوري به دوام وکړي.

 

نویز پارادوس، بارابادوس پریندیس، جیمیکا تلاواز، لوکا زووکس، ګیانا امازون وایررز او ترینګابو نایټ رایډرز هغه شپږ لوبډلې دي، چې ددې لیګ په نهم پړاو کې به یو د بل پر وړاندې ولوبیږي.

 

 

وروستي مطالب