سپورټ کرکټ

ټرېنباګو نایټ رایډرز کرکټ لوبډلې د درېیم ځل لپاره د سي پي اېل اتلولي وګټله

سپورټ

د ویسټ انډیز سوداګریزې کرکټ لوبې چې د اګسټ په اتلسمه نېټه د شپږ افغان لوبغاړو په شتون کې پیل شوې وې، د پنجشنبې په ماښام یې پایلوبه د محمدنبي دې اړوند لوبډلې سېنټ لوشیا زوکس او ټرېنباګو نایټ رایډرز کرکټ لوبډلې ترمنځ ترسره شوه.

سېنټ لوشیا زوکس لومړی توپوهنه وکړه، دې لوبډلې په ۱۹ اعشاریه یو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۴ منډې وکړې او ټرېنباګو لوبډلې ته یې ۱۵۵ منډې هدف ورکړ.

محمدنبي عیسی خېل دوې منډې، نجیب الله ځدران ۲۴ منډې وکړې او ظاهرخان په صفر بولډ اوټ شو.

د ټرېنباګو نایټ رایډرز کرکټ لوبډلې لپاره لوبډلمشر کېرن پولارډ ۴ وېکټې ترلاسه کړې.

ټرېنباګو لوبډلې هدف د نولسم اوور په لومړي توپ د دوو وېکټو په سوځېدو سره د لېنډل سېمونس د ۸۴ ناسوځېدلو منډو او د ډېرین براوو د ۵۸ ناسوځېدلو منډو پرمټ پوره کړه او سېنټ لوشیا زوکس ته یې په پایلوبه کې په ۸ وېکټو ماته ورکړه.

محمدنبي عیسی خېل په ۳ اورونو کې ۱۶ منډې ورکړې او ظاهرخان ۲ اورونو کې ۲۸ منډې ورکړې، دواړه په کومه وېکټ اخېستلو بریالي نشول.

د لوبې غوره لوبغاړی لېنډل سیمونس او د ټول ټورنمنټ غوره لوبغاړی کېرن پولارډ وپېژندل شو.

د ټرېنباګو لوبډلې ریکارډونه

ټرېنباګو لوبډله په لومړي ریکارډ کې د هندوستان سوداګریزو کرکټ لوبو کې له چینای سوپرکېنګز کرکټ لوبډلې سره مساوي شوه.

چینای لوبډلې په سوداګریز کرکټ لیګ کې درې اتلولۍ ګټلي او ټرېنباګو هم درې اتلولۍ وګټلې.

چینای سوپرکېنګز کرکټ لوبډلې په ۲۰۱۰ ، ۲۰۱۱ او ۲۰۱۸ کلونو کې د آی پي اېل اتلولۍ ګټلي دي او ټرېنباګو نایټ رایډرز کرکټ لوبډلې په ۲۰۱۷، ۲۰۱۸ او ۲۰۲۰ کلونو کې د سي پي اېل اتلولۍ ترلاسه کړي دي.

دویم ریکارډ

د ټرېنباګو نایټ رایډرز کرکټ لوبډله افغان کرکټ لوبډلې پسې دویمه لوبډله شوه، چې په شل اوریزو لوبو کې پرله پسې ۱۱ لوبې ګټي او هیڅ ماته نه خوري.

افغان کرکټ لوبډلې له د ۲۰۱۸ د دویمې میاشتې له ۵ مې نېټې څخه د ۲۰۱۹ د ۹ مې میاشتې تر ۵ مې نېټې په دولس شل اوریزو لوبو کې هیڅ ماته نه ده خوړلې او پرله پسې شل اوریزې لوبې یې ګټلي دي.

افغان لوبډلې بیا د دویم ځل لپاره هم پرله‌پسې ۱۱ لوبې ګټلي او دې دواړو مقامونو کې په نړیواله کچه لومړی مقام لري.

ټرېنباګو نایټ رایډرز کرکټ لوبډلې په اتم پړاو سي پي اېل کرکټ لیګ کې ۱۱ لوبې سر په سر وګټلې او هیڅ ماته یې ونه منله.

د ۲۰۲۰ سي پي اېل لیګ او زیاتې وېکټې اخیستونکي لوبغاړي

تر پایلوبې وړاندې مجیب الرحمن د ۱۶ وېکټو په اخېستلو سره لومړي مقام کې و؛ خو پایلوبه کې نیوزیلېنډي سکاټ کوګولاین یوه بله وېکټ واخېسته او له دې سره یې له مجیب څخه یوه وېکټ زیاته شوه او ۱۷ وېکټې یې پوره کړې.

نو له دې سره کوګولاین د ټول سي پي اېل ټورنمنټ زیاتې وېکټې اخېستونکی بالر شو.

محمد نبي ۱۱ وېکټې اخیستي، راشدخان لس وېکټې او نوین الحق ۱۱ وېکټې ترلاسه کړي دي.

په سي پي اېل کې د زیاتو منډو جوړوونکي لوبغاړي

نیکولاس پوران په یوه لوبه کې سلیزه ووهله او ناټ اوټ پاتې شو، لېنډل سمونس ۹۶ منډې کړي، چې یوه لوبه کې دویمې زیاتې منډې دي او درېیم ګلېن فېلېپس دی، چې یوه لوبه کې یې ۷۹ ناسوځېدلې منډې کړي دي.

په اته واړه سي پي اېل لوبو کې یې ډېرې منډې لېنډل سیمونس جوړې کړي دي، هغه ټولې ۲۴۱۰ منډې کړي، کرېس ګېل ۲۳۵۴ منډې، انډریو فلېچر ۲۰۸۱ منډې کړي، جانسن چارلېس ۲۰۵۶ منډې او کېرون پولارډ ۱۹۶۶ منډې کړي دي.

د ۲۰۲۰ سي پي اېل لوبې او زیات کېچونه اخېستونکي

مجیب الرحمن د اته کېچونو په نیولو سره لومړی مقام، محمدنبي د ۸ کېچونو په نیولو سره دویم مقام، رافمن پاول، کرېس ګرین او سکاټ کوګولاین اووه، اوه کېچونه نیولي دي.

په زیاتو شپږیزو وهلو کې لومړی پولارډ دی، هغه ۲۰ شپږیزې وهلې، ګلېن فېلېپس ۱۸ او ایوین لیویس هم اتلس شپږیزې وهلي دي.

په ټوله کې په ۲۰۲۰ سي پي اېل لیګ کې د افغان لوبغاړو رول ډېر ښکارنده او بارز و، په هره لوبډله کې یې شتون اړین و او نشتون یې په لوبډله منفي اغېز غورځاوه، د سېنټ لوشیا په پرمختګ کې د محمدنبي، ظاهرخان او نجیب الله ځدران ستر رول و، دا چې دوی درې واړه پایلوبه کې ونه ځلېدل، نو ځکه یې پایلوبه وبایلله.

محمدنبي درې ځلې د لوبې غوره لوبغاړي جایزه واخېسته، ظاهرخان یوځل، راشدخان یو ځل، مجیب الرحمن دوه ځلې او نوین الحق هم دوه ځلې د لوبې غوره لوبغاړی شو.

نو دومره جایزې اخیستل دا خپله د غوره لوبې او بهترینې کارکرده ګۍ څرګندونه کوي.

most w.PNG

Trinago-kinght-riders-win-cpl-2020.jpg

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ