سپورټ کرکټ

شپږ افغان لوبغاړي د شپږیزې لیګ لپاره سي پې اېل لوبې نه پرېږدي

سپورټ یاران

د کرېک بز وېبپاڼې راپور ورکړی چې محمدنبي عیسی خېل، نجیب الله ځدران، راشدخان، مجیب الرحمن، نوین الحق او ظاهرخان به د سي پي اېل سوداګریزو لوبو ترپایه په ویسټ انډیز کې وي او افغان شپږیزه لیګ ته نه راځي.

دې وېبپاڼې لیکلي، چې د افغانستان کرکټ بورډ خپلو شپږو لوبغاړو ته اجازه ورکړې، چې د کرېبین سوداګریزو لوبو تر وروستیو شېبو پورې هلته پاتې شي.

د شپږیزې کرکټ لیګ سبا یکشنبه په کابل کې د شپږ لوبډلو په ګډون پېلېږي او د سپټمبر په ۱۶ مه نېټه پایته رسېږي.

د سي پي اېل سوداګریزې لوبې پنځه ورځې وروسته د سپټمبر په ۱۰ مه نېټه پای ته رسېږي.

د وېبپاڼې د معلوماتو له مخې د افغانستان کرکټ بورډ مشر فرحان یوسفزی د ویسټ انډیز د کرکټ بورډ مشر ریکي سکېرېټ سره په دې اړه غږېدلی دی.

خپله د افغان کرکټ بورډ مسوولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د سي پي اېل عملیاتي مشر پېټر رسل د جمعې پر ورځ وویل چې موږ د شپږیزه کرکټ لیګ په ارزښت پوهېږو؛ خو ولې هغه د سي پي اېل سوداګریزو لوبو په اوږدو کې ترتیب شو او مهالوېش یې خپور شو.

رسل وویل مونږ د افغانستان د کرکټ بورډ مشر فرهان یوسفزي څخه ډېره مننه کوو، چې د سي پي اېل تر پایه یې خپلو لوبغاړو ته د لوبېدو او پاتې کېدو اجازه ورکړه.

د هغه په ټکو دې ډېر خوښ دی، چې افغان لوبغاړي به له دوی سره پایلوبې مله وي.

راشدخان په باربادوس، محمدنبي، ظاهرخان او نجیب ځدران په سېنټ لوشیا زوکس، مجیب الرحمن په جمېکا ټلاواس او نوین الحق په ګیانا امازون لوبډله کې لوبېږي.

د افغان لوبغاړو اړوند لوبډلې

لومړۍ لوبډله ټرېنباګو نایټ رایډرز ده، دا لوبډله ۱۶ نومرې لري او کوم افغان لوبغاړی  پکې نشته.

دویمه لوبډله ګیانا امازون ده، چې نوین الحق ورسره لوبېږي، په لسو  لوبو کې یې ۶ ګټلي او ۱۲ نومرې لري.

د محمدنبي دې اړوند لوبډله سېنټ لوشیا زوکس درېیمه مقام لري، اته لوبوکې یې ۵ ګټلي او ۱۰ نومرې لري.

څلورم د مجیب الرحمن دې اړوند جمېکا ټلاواس لوبډله ده، په ۸ لوبو کې ۳ ګټلي یوه یې مساوي شوې او ۷ نومرې لري.

پنځم د راشدخان دې اړوند باربادوس لوبډله چې ۹ لوبو کې یې ۲ ګټلي او ۷ یې بایللي، دا لوبډله ۴ نومرې لري او وروستیو کې سېنټ کېټس او نیویس  پېټرېئټس لوبډله چې افغان لوبغاړی پکې نشته.

سېنټ کېټس ۹ لوبو کې یوه ګټلې، یوه یې بې پایلې شوې او ۷ لوبې یې بایللي دي.

که د افغان لوبغاړو اړوند لوبډلې تر نیمه پایلوبو مخکې ولاړې شي، نو افغان لوبغاړي به هملته وي.

عکس: پژواک

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ