ژوند بڼه کرونا

د کورونا ترټولو ګړندی خپریدونکی نوی ډول B117 څه شی دی؟

لیکنه: مهر تاج

د کورونا ویروس بدلون (نوې بڼه) په انګلستان کې په چټکۍ سره خپرېږي.

ساینس پوهانو د SARS کوډ وایروس جینیتیکي تغیر شوې بڼې ته د B117 نوم ورکړی.

په سپټمبر مياشت کې چې په برطانيه کې د کرونا وايرس کومه نوې بڼه کشف شوې، هغې کې په جنيټکي توګه ۲۳ بدلونونه يا ميوټيشنز نوټ کړای شوي. د وايرس دا نوې بڼه له ۵۰ تر ۷۰ سلنې چټکه خپريږي خو له دې سره سره د دې خبرې امکان هم نه رديږي چې د دې چټکتیا يو لامل ګن مېشته سيمې دي چې د وایروس خپرېدل پکې نسبتاً آسانه دي.

نور په دې باور دي، چې یاد وایروس په ماشومانو کې هم هغومره ګړندی خپرېږي، څومره چې په لویانو کې خپرېږي.

په هر صورت، له دې وایروس سره هم ورته احتیاط کول پکار دي، لکه څومره چې په ټوله نړۍ کې د کورونا وایروس د خپریدو مخنیوي لپاره ورته اړتیا لیدل کېږي.

تر اوسه داسې هېڅ شواهد نشته چې د دې نوې بڼې وایروس دې متحده ایالاتو ته خپور شوی وي، خو یو نوی واکسین کولی شي، چې د دې مخه ونیسي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ