په هندوستان کې په دې وروستیو څو ورځو کې د کرونا له امله حالت خورا خراب دی، د ځېنو ایالتونو په روغتونونو کې د ناروغانو د زیاتوالي له امله اکسیجن کم شوی او د ناروغانو د مړینې کچه لوړه شوې ده.
د شنبې او یکشنبې په ورځو کې په مهارشترا ایالت کې د مړینې کچه دومره لوړه شوه، چې د مړو سوځولو لپاره لرګي کم شول.
دا هر څه کولای شي، چې د هندوستان په کرکټ لیګ اغېز وکړي.
تازه د هندوستان کرکټ لوبډلې لوبغاړي او د ډیلي لوبډلې ورو یا سلو توپ اچوونکي ریوي چندران اشوېن ویلي، چې روان کال نه غواړي، چې نور د کرونا ویروس له امله ولوبېږي.
«نوموړي په ټویټر کې د یکشنبې په ورځ لیکلي، چې زه غواړم سر له دوشنبې د روان کال آی پي اېل سره خدای پاماني وکړم؛ هغه زیاته کړې چې زما کورنۍ او نورې کورنۍ د کرونا پر وړاندې په مبارزه بوختې دي، نو زه غواړم چې دې سخت حالت کې د دوی ملاتړ وکړ؛ که چېرته حالت ښه شول، زه هیله لرم چې بیا به لوبو ته راستنېږم، اوس له لپاره له ډیلي لوبډلې مننه کوم».
تېره ورځ دوه اسټرالياوي لوبغاړي،کین ریچارډسن او ادم زمپا هم د کرونا وېروس له وېرې بيرته خپل هيواد ته ولاړه.
کرونا ویروس او په آی پي اېل یې احتمالي اغېز
د هندوستان کرکټ بورډ په هغو ایالتونو کې آی پي اېل ترسره کوي، چې د نورو په پرتله پکې ویروس کم دی.
سږ کال په چینای او ممبی لوبغالو کې ډېرې لوبې ترسره شوي دي او همدارنګه د ډیلي لوبغالی او احمد اباد لوبغالو باندې هم لوبې کېږي.
خو که په دغو ایالتونو کې پېښې زیاتې شي او یا هم د آی پي اېل په ځېنو لوبغاړو کې د کرونا نښې ولیدل شي، نو د آی پي اېل لوبې د پاکستان د سوداګریزو کرکټ لوبو په څېر ځنډولی شي.
ښایي چې هندوستان یو بل هېواد ته د آی پي اېل لوبې انتقال کړي.
تېر کال هم د په هندوستان کې د کرونا له امله لوبې په دوبۍ کې ترسره شوې.
هندوستان او کرونا ویروس
دې هېواد کې د کرونا ویروس ټولې پېښې د دوشنبې تر ماښام پورې ۱۷ میلیونه، ۳۷۹ زره او ۴۸۵ وې.
د مړو شوو کسانو شمېر بیا ۱۹۵ زره او ۴۸۴ وې.
د دوشنبې په ورځ په دې هېواد کې ۷۳ زره ۱۸۵ کسان تازه په کرونا اخته شوي وو او ۳۶۸ کسان مړه شوي وو.