په ‌آی‌پي‌اېل کې په کرونا اخته شوي کسان

د دوشنبې په ورځ د هندوستان سوداګریزو کرکټ لوبو لپاره د خطر زنګ خپور شو.

په لومړي ځل خبر ورکړل شو، چې د کلکته نایټ رایډرز دوه لوبغاړي سپېن بالر وارون چکرورتي او سندیپ وریئرز په کرونا اخته شوي او ټېسټونه یې مثبت ختلي دي.

له دې امله د کلکتې او بنګلور ترمنځ ۳۰ مه لوبه کېنسل شوه.

د دوشنبې په ورځ یو بل خبر د چینای سوپر کېنګز لوبډلې په اړه و، د دې لوبډلې اجرایوي مشر، د بس یو کلېنډر او د چټکې توپ اچونې روزونکی نالاجي بالاجي په کرونا اخته شوي وو.

د سه شنبې په ورځ بل خبر خپور شو، چې د حیدراباد لوبډلې پیلیز توپوهونکی او ویکټ ساتونکی رډیمن ساحا په کرونا اخته شوی دی.

بل خبر د ډیلي لوبډلې په اړه هم دی، چې د دې لوبډلې پیاوړی لېګ برېک بالر امېت مېشرا په کرونا اخته دی.

د ممبيي، بنګلور، پنجاب او راجستان لوبډلو د لوبغاړو د کرونا په اړه تر اوسه معلومات نشته.

د ډیلي اعلان کړی، چې ټول لوبغاړي قرنطین شوي دي.

د ‌آی‌پي‌اېل یو مبصر او د اسټرالیا پخوانی لوبغاړی مېچل سلټر مالدیف ته تللی او هند یې د کرونا له وېرې پرېښی دی.

بل پلو د اسټرالیا لوبغاړو اعلان کړی، چې د دوی ټول لوبغاړي مالدیف ته تللي دي او د اسټرالیا لومړي وزیر سکاټ مورېسن اعلان کړی، چې له هندوستان څخه هېڅ اسټرالیایي نه شي کولای، چې تر پنځلس ورځو اسټرالیا ته ولاړ شي او که هر اسټرالیایي وګړی له هند څخه اسټرالیا ته ستون شو، نو پنځه کاله به بندي خونه تېروي.

د اسټرالیا رسنیو اعلان کړی، چې دا مهال په هند کې شاوخوا ۸ زره اسټرالیایي وګړي د کرکټ سربېره په ډېرو نورو کارونو، سیاحت او ژوند بوخت دي.

اوس په هندوستان کې ټول لوبغاړي د کرونا د مخنیوي اړوند ټولې لارښونې خورا کلکتې مراعتوي، ماسکونه کاروي، واټن مراعتوي، له کرونا څخه په نسبتاَ پاکو ځایونو کې ګرځي، قرنطین کوي او ضد عفوني مایع کاروي.

په ځېنو انځورونو کې ښکاري، چې لوبغاړو ستر ماسکونه اچولي او لارښوونو ته یې مثبت ځواب ویلی دی.

اروپايي ټولنه: افغانستان کې د طالبانو لخوا د زور حکومت په رسمیت نه پېژنو

by عاقله اسد in افغانستان

اروپايي ټولنه وايي دوی په افغانستان کې د زور له لارې رامنځ ته کېدونکی حکومت په رسمیت نه پېژني. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نکلسون په تازه مرکه کې ویلي دوی ... نور ولولئ