مارچ 2, 2021

د فرانسې حکومت: هر څوک مجبور دی چې ماسک وتړي!

خبريال: مدثر دعوت
د فرانسې لومړي وزير اعلان کړی چې ددې هيواد هر وګړی باید ماسک وتړي.
د نړۍ اکثرو هيوادونو کې د کرونا وېروس مثبتې پيښې مخ پر کمېدو دي خو ځيني هيوادونو کې لا هم دا وېروس په شدت سره په ډېرېدو دی.
د امريکا متحده ايالات،برازيل،هندوستان، سويلي افريقا او روسيه هغه هيوادونه دې چې تر بل هر هيواد د کرونا وېروس له کبله ډېر ځپل سوي دي.
فرانسه د هغو هیوادونو په نوملړ کې چې د کرونا ويروس له کبله ډېر ځپل سوي ۱۹م ځای لري.
ددې هيواد لومړي وزير ژان کاستکس نن پنجشنبه اعلان وکړ چې د پاريس په ټولو ګڼه ګوڼو سيمو او شاوخوا کې د اوسيدونکو له لورې ماسک بايد وتړل سي.
نوموړي پوليسو ته امر کړی چې پدې برخه کې اصول وضع او پلي کړي.
تر دې وړاندې په حمل او نقل وسايلو او د پاريس په ځينو برخو کې د ماسک تړل اجباري وو.
د فرانسې په مارسي ښار کې هم د ماسک تړل په ټولو سيمو کې اجباري وو،د فرانسې لومړي وزير ويلي په ټولو هغهو دفترونو کې چې تر يوه ډېر کسان کار پکښې کوي هم د ماسک تړل اجباري دي.
په فرانسه کې تر اوسه ۲۵۳۵۸۷ کسان په کرونا وېروس اخته سوي چې له امله يې ۳۰۵۴۴ کسان مړه سويدي.
د فرانسې لومړي وزير ويلي چې په تېرو اونيو کې په کرونا ويروس د ځوانانو اخته کېدل ډېر سويدي.
په نړۍ کې ۲۴۳۶۶۲۳۰ کسان په کرونا وېروس اخته دي چې له امله يې ۸۳۰۳۸۸ کسان مړه سويدي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د الوتنې مکمل ښځینه ټیم؛ له کابله تر هراته ۹۰ دقیقې تاریخي الوتنه

لیکوال: مهر تاج - برخه : افغانستان

له کابل څخه تر هرات پورې ۹۰ دقیقې الوتنه په افغانستان کې تاریخي وبلل شوه، ځکه چې د پیلوټانو په شمول ټولې الوتکې عمله ښځېینه وي. خصوصي هوایي شرکت “کام ایر” دغه الوتنه ولمانځله ، ... نور ولولئ