اپریل 12, 2021

هند؛ په یوه شپه ورځ کې ۴۳زره تنه په کرونا اخته شوي

Advertisements
ژباړه: عایشه حیدري

د هندي رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د هند د روغتیا وزارت د کورونا وایروس د نويو شمېرو په خپرولو سره په تېرې يو شپې ورځې کې ۴۳۰۸۲تنه په کورونا وایروس اخته کېدو خبر ورکړی دی چې له دې سره په هند کې په کورونا اخته کسانو شمېر ۹۳۰۹۷۸۷تنو ته ورسېد.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو څلورویشت ساعتونو کې ۴۹۲تنه د کورونا وایروس له امله مړه شوي دي او له دې سره په هند کې د کورونا وایروس له امله د مړينو شمېر ۱۳۵۷۱۵ تنو ته ورسېد.
وړاندې تر دې د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال سرگئي ریابکوف ويلي وو، چې روسیه به د کورونا وایروس د ثبتولو او د کورونا وایروس د واکسین د تولیدولو په برخه کې له هند او برازیل سره جدي تړونونه وکړي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




وروستي مطالب