اپریل 17, 2021

امریکا کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر له ۱۳ میلیون څخه واوښت

ژباړه: عایشه حیدري
متحده ايالتونه په تېرو څلورویشت ساعتونو کې په کورونا وایروس د ۱۰۸زرو تنو د اخته کېدو شاهد وو.
د اسپوټنیک د راپور پر بنسټ له فارس نيوز څخه په نقل، په امریکې کې د ولسمشریزو ټاکنو څخه وروسته په سړکونو د ولسمشرۍ د دواړو نوماندانو د پلویانو د اعتراضونو له زیاتوالي سره په کوویډ۱۹ د اخته کسانو شمېر هم زیات شوی دی.
د کورونا وایروس نړيوالې شمېرې ښیي چې د امریکې په ټولو ايالتونو کې په تېرو څلورویشت ساعتونو کې په ټوليز ډول ۱۰۸۰۶۳ نوې پېښې ثبت شوې دي چې په امریکې او ټولې نړۍ کې په يوې شپې ورځې کې په کورونا وایروس د اخته کېدو تر ټولو لوړ شمېر دی.
د دغه راپور پر بنسټ، په امریکې کې په تېرې يوې ورځې کې ۱۳۰۶تنه په کورونا وایروس د اخته کېدو له امله مړه شوي دي، چې په دې ترتیب په امریکې کې په کورونا د اخته کسانو شمېر ۱۳۲۴۸۶۷۶تنو او د مړينو شمېر ۲۶۹۵۵۵تنو ته ورسېد.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکې د ميکروبي ناروغیو او الرژۍ ملي د ادارې مدير انټوني فاوچي د دوشنبې پر ورځ خبرداری ورکړی دی چې که چېرې په امریکې کې د کورونا تګلوری بدلون ونه مومي نو د کورونا له امله به د مړينو شمېر په ډېرې اسانۍ سره له ۳۰۰زرو تنو واوړي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي