ژوند بڼه سرسکالو کرونا نړۍ

واشنګټن پوهنتون: تر اکټوبر لومړۍ نیټې به ۱۸۰زره امریکایان مړه شي

لیکنه: بشر درویش

راپور: بشر درویش

د امریکا د واشنګټن پوهنتون یوه تازه څیړنه کې ویلي چې د کرونا ویروس له امله به دغه هیواد کې تر یو لک او اتیا زره پورې امریکایان مړه شي.

یاد پوهنتون ویلي، که ټول امریکایي اتباع له ماسک استفاده ونه کړي، نو دا شمیره خلک به ترې مړه شي.

واشنګټن پوهنتون ویلي چې په مشخص ډول به ۱۷۹ زره او ۱۶۰ تنه امریکایي وګړي شاید د کرونا له امله تر یادې نیټې خپل ژوند له لاسه ورکړي.

څیړنه کې ویل شوي که ۹۵ سلنه امریکایان ماسک واغوندي نو دا شمیر به تر ۱۴۶ زره کسانو ته راښکته شي.

اخته کسان

په امریکا کې تر اوسه شا او خوا دوه نیم میلیونه کسان پر کرونا ویروس اخته شوي دي.

د پر کویډ ۱۹ یا کرونا ویروس ککړو کسانو له ډلې ۷ لکه او ۷۱ زره روغ شوي او یو لک او ۲۷ نور بیا ترې مړه شوي دي.

په ټوله نړۍ کې بیا پر کرونا اخته کسانو شمیر له ۹،۷۶ میلیونه اوښتی چې له ډلې یې ۴، ۹۲ میلیونه روغ شوي او ۴۹۳ زره تنه مړه شوي دي. چې په دې ډله کې امریکا د کرونا تر ټولو لوی قرباني بلل شوی دی.

همداراز افغانستان کې بیا په رسمي توګه ۳۰ زره او ۴۵۱ تنه پر کرونا ویروس اخته پيژندل شوي، چې له ډلې یې ۱۰ زره او ۳۰۶ تنه روغ شوي او ۶۸۳ تنه نور بیا مړه شوي دي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي

تبصره مو ولیکئ