نوې څېړنه: کروناویروس په اګست مياشت کې خپور شوی او پر وخت نه دی تشخيص شوی

امریکا کې نوې ترسره شوې څېړنې ښیي، چې په چين کې د تېر کال له دسمبر وړاندې په اګست میاشت کې کرونا وايروس خپور شوی و، خو په ابتدایي مرحله کې نه و تشخیص شوی.
د امریکا هارورډ او بوستن پوهنتون نوې څېړنې ښيي چې د ۲۰۲۰م کال په اګسټ میاشت کې د چين په ووهان ښار کې په کورونا وایروس د اخته ناروغانو شمېر په حیرانوونکي توګه مخ په ډېریدو و. د څېړنې په دوران کې؛ په هغه ټولو طبي مسایلو باندې هم څېړنه ترسره شوي، چې چین کې په انټرنیټ سرچ شوي وو.
په سرچونو ترسره شوې څېړنې معلومه کړې، چې د سرچ ټول معلومات د کورونا وایروس علایمو په هکله وو، یاده څېړنه د امریکایي ډاکټر ” جون برونسټن ” په مشری ترسره شوې ده.

د څېړنې د پایلي په راپور کې ویل شوې دي، چې د اګسټ میاشتي وروسته د ووهان په مختلفو روغتونونو کې د ناروغانو د شمېر ډېرښت حيرانوونکی و، او د دې اندازه د روغتونونو تر مخ ولاړو موټرونو له ګڼې ګوڼې کیدله، دغه ناروغان ټول په کورونا وایروس اخته وو.
چین د امریکې یاده څېړنه رد کړې او دا څېړنه یې بې بنیاده بللې ده.
د چین د بهرنیو چارو د‌ وزير نیږدې کس ” هاؤ چوائنګ ” نوموړي څېړنې رد کړي او ویلي دي، چې دا ټول دروغ او یوه سطحي مشاهده ده.
د یادونې وړ ده، چې د نوموړي څېړنې معلومات د “ایمجنري سیټلائټ‘ او ’ټریفک والیم ” په مرسته ترسره شوي دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




وروستي مطالب