د کرونا ویره – څومره پر ځای او څومره نه !؟

لیکواله: زرلښت س. صافۍ
په نړۍ کې په کرونا د اخته کسانو شمیر یونیم میلیونو ته نږدې کیږي. دې وبا تر اوسه له سل زرو ډیر کسان وژلي خو تر دې مهاله ترې نېږدې څلور لکه کسان رغیدلي هم دي . دا هغه شمیرې دي چې ګڼ خلک یې د روحي او فکري ستریس سره مخامخ کړي.
خو پوښتنه داده چې ایا دا ویره پرځای ده او کنه؟
د یوې نړیوالې وبا پر مهال اظطراب او تشویش یوه انساني او د درک وړ مساله ده. خو ارام او ډا ډه اوسئ او لاندې ټکي مراعت کړئ:

له یو بل واټن وساتئ
دا زموږ انساني مسولیت او وجداني وظیفه ده چې ځان قرنطین کړو او ټولنیز واټن جدي ونیسو. هغه ناروغي چې خپل ځان ته یې نه غواړئ پر نورو یې هم مه پیرزو کوئ.
علمي څیړنې وايي، په کرونا یو اخته شخص ( هغوی چې د کرونا علایم هم ونه لري) کولی شي نور ۴۰۶ تنه په کرونا اخته کړي. که ټولنیز واټن جدي ونیسي او اجتماعي مسافت حد اقل ۵۰ په سلو کې مراعت کړي، نو صرف ۱۵ کسانو ته او کې په سلو کې ۷۵ ځان له نورو لرې وساتي نو یوازې دوه نیم تنو ته کروتا لیږدولی شي.
شخصي نظافت
شخصي نظافت دویم مهم ټکی دی چې باید مراعت شي.
لاسونه پرلپسې په صابون ووینځئ او له ګڼې ګوڼې لرې اوسئ. سر و ځان وینځل سطحي میکروبونه لرې کوي. خو هغه مکروبونه چې ستاسو وجود کې دي نه شي له منځه وړلی.
له لاس ورکولو، غیږ ورکولو، میلمستیاوو، ودونو د محافلو او نورو ډله ایزو راغونډیدلو ‌ډه ډه وکړئ.
پارکونو، رسټورانټونو، هوټلونو ، میلو او نورو عامه ځايونو ته تګ راتګ مه کوئ. همداسی که امکان لری خپل مونځ او عبادت کور کې وکړئ، ځکه د کرونا د وبا له امله ان په سعودي عربستان کې یو شمیر مقدس دیني اماکن تر ډیره تړل شوي دي.

کار او کرونا
د کار محل او دا چې کومه دنده لرئ، هغه مهم فاکټور دی چې په کرونا اخته کیدو کې ډیر رول لري. روغتیايي کارکونکي، د غاښونو ډاکتران، نرسان، دکانداران، سلمانیان ( نایان) ارایشګران، د الوتکو سټیوردیسان او د ښاروالۍ کارکونکي هغه کسانو کې راځي چې پر کوید 19 ویروس یې د اخته کیدو چانس تر نورو زیات دی.
دوی که خپل کار نه شي بندولی، نو باید د خوندیتوب تدابیر په جدي توګه مراعت کړي. ماسک او دستکشونه واغوندي، هره ورځ کالي بدل کړي او د کار پر مهال له نورو یو نیم متر واټن وساتي.
همدارنګه ویل کیږي چې ( Viral Load) یا د وایروس زیاتولی کولی شي د ناروغۍ پر شدj اثر ولري. له همدې کبله ده چې ډیر ځوان او تندرست ډاکتران کله کله له جدي خطر سره مخ کیږي. نو ځکه خو هر چیرې چې کار کوئ، هڅه وکړئ چې پرلپسې تازه هوا تاسو ته ورسیږي. همدارنګه د کار ځای کې د ویروس د زیاتوالي د مخنیوي لپاره اقدامات وکړئ.
ناروغو کسانو په ځانګړې توګه هغوی ته چې ټوخیږي او یا پرینجیږي مه نژدې کیږئ او که ورسره د مرستې اړتیا وي، باید له ورنژدې کیدو مخکې مو د خوندیتوب بشپړ تدابیر، لکه ماسک دستکش او نور مراعت کړي وي. په کرونا اخته او یا شکمنو کسانو ته په جلا لوښې کې خواړه ورکړئ.

که بیا هم په کرونا اخته شوئ !
که پورته یاد شوي تدابیر په سمه توګه عملي کړئ، پر کرونا مو د اخته کیدو چانس تر ډیره کمیږي. خو که پر دې سربیره هم په کرونا اخته شوئ، نو ډیره د وارخطایۍ خبره نه ده. ډاډ او سکون له لاسه مه ورکوئ. ځکه وارخطايي او ستریس ستاسو د وجود ایمني یا دفاعي مقاومت کموي.
له ترکاریو او میوو استفاده وکړئ او د ویټامین سي واخلئ. د لمر وړانګو څخه مستفید شئ او د خپل وجود ویټامین ډي زیات کړئ. همدارنګه پروبایټیکس چې په مستو او پنیر کې موجود دی د وجود مقاومت زیاتولی شي.
تر وارخطايئ مخکې خپل وجود پیاوړی کړئ. د کرونا وایروس درملنه نه لري. پر دې وایروس د اخته کسانو په سلو کې ۹۶ تنه خپله رغیږي.
په رسنیو کې یوازې د مړینو خبرونه زیات دي خو د هغو په اړه چې په خپل قوت رغیږي ډېر څه نه ویل کیږي. دا موضوع په پام کې ونیسئ. د کرونا وایروس تر ډیره ستاسو په تنفسي سیستم اغیز کوي او په وینه کې مو اکسیجن د کمیدو سبب کیږي.
په بازارونو کې د oximeter په نوم اله خرڅیږي چې په ډیره اسانۍ کولی شئ ستاسو په وینه کې د اکسیجن اندازه وشمیري.
که ډیره اندېښنه لرئ کولی شئ له درملتون دا اله واخلئ او د لا ډاډ لپاره یې وکاروئ.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.