افغانستان: د روغتونونو د جوړولو او بیارغاونې لپاره ۳۱۳ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې

راپور: بشر درویش

د ۵۰۰ وینټلاتور د تدارک او د روغتیایي مرکزونو د جوړولو او بیارغاولو لپاره د ۳۱۳ میلیون افغانیو تخصیص په ګډون ۴۸ تدارکاتي موارد منظور شول

ارګ یوه خبرپاڼه کې وايي، دا غونډه پرون محمد اشرف غني په مشرۍ ترسره شوه.

په دې غونډه کې په ۴۹ تدارکاتي مواردو د بحث او ارزونې په پایله کې له ۱۲.۵ میلیارد څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ۴۸ موارد د کمیسیون له لوري منظور شول.

د روغتیایي مرکزونو او روغتونونو بیارغول

ملي تدارکاتو کمیسیون د جبل السراج ماڼۍ او د پغمان د بالا باغ ماڼۍ د بیارغاونې پروژې په ګډون د دوو قراردادونو په اړه تصمیم ونیوه چې د دغو پروژو پیسې دې چې ۳۱۳ میلیون افغانۍ کېږي په هیواد کې د روغتیایي مرکزونو او روغتونونو د جوړولو او بیارغاونې لپاره ځانګړې شي.

پر دې سربېره د عامې روغتیا وزارت له لوري د ۵۰۰ وینټلاتور او د تشخیصیه کېټونو او د COVID-19 د مصرفي موادو د مستقیمې منظورۍ د تهیې او تدارک پروژې قرارداد له ارزونې وروسته منظور شو.

د پولي صلاحیتونو د زیاتوالی

د دریو میاشتو لپاره له پنځه میلیون څخه شل میلیون افغانیو ته د پرچون خریدارۍ د پولي صلاحیتونو د زیاتوالي په اړه د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ګډ وړاندیز د کمیسیون له لوري منظور شو.

ولسمشر غني دې غونډه کې د ویډیو له لارې ګډون کړی و

پر دې سربېره کورنیو چارو وزارت د دې وزارت په قراردادونو او د احتمالي داوطلبانو په لېست کې د قېمتونو تعدیل په اړه د لارښوونې وړاندیز او ملي دفاع وزارت د روغتونونو د اړتیا وړ طبي ملزوماتو، درملو او ریجنټونو د پروژو د مراحلو ترسره کولو او د هوایي ځواکونو د څلورو هلیکوپټرو د اړتیا وړ یو قلم تېلو د تدارک په اړه لارښوونې هم د کمیسیون له لوري وارزول شوې او په اړه یې لازمې لارښوونې وشوې.

سرچینه زیاتوي؛ د ولسي تړون پروګرام د پروژو په اړه د نړیوال بانک ادارې یاداشت هم د کمیسیون له لوري وارزول شو. په همدې حال کې د یو شمېر نورو پروژو د تعدیل منظورۍ غوښتنه هم د ملي تدارکاتو کمیسیون له لوري وارزول شوه.

 د راپور پر تحقق بحث

سرچینه وايي، په دې غونډه کې د کمیسیون غړو د دې کمیسیون د پخوانیو پرېکړو چې یو شمېر پروژې په کې شاملېږي، د لارښوونې د تحقق په راپور بحث وکړ.

ارګ ویلي؛ د هیواد جمهوررئیس پر دې پروژو د بحث پر مهال د تدارکاتي بنسټونو په مسوولینو ټینګار وکړ چې د تدارکاتي پروژو د شفافیت او مؤثریت د تقویت لپاره له بین المللي تمویلونکو بنسټونو سره ګډې هڅې وکړي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب

عمران خان: افغانستان کې د جګړې په ختمېدو سره زموږ او د امریکا ګټې زیاتېږي

by عاقله اسد in افغانستان

پاکستان یو ځل بیا ویلي چې په افغانستان کې د خبرو له لارې د جګړو د ختمېدو ملاتړي دي. د پاکستان لومړي وزیر عمران خان واشنګټن پوسټ ته ویلي امریکا او پاکستان په افغانستان کې ... نور ولولئ