ژوند بڼه کورنی ژوند

په ګډ ژوند کې غوسه داسې کنټرول کړئ؟

لیکنه: مریم شریفي

ژباړه: مریم شریفي

ځینې جوړې نه شي کولای، چې بې له دعوې او جنجال څخه خبرې وکړي، ځکه د خبرو کولو پر مهال ترې تېروتنه کېږي او دا خبره د دې لامل کېږي، چې له یو بل سره خبرې په دعوه او جنجال بدلې شي. کېدای شي تاسو هم له یوې داسې پېښې سره مخ شوي وی، چې خبرې کوی، خو یودم مو مېرمنه درته په غوسه کېږي، کېدای شي له ځانه وپوښتئ، چې ما خو کوم داسې څه نه دي ویلي، چې د مېرمنې د غوسې لامل مې شي، اصلي خبره دا ده، چې کېدای شي تاسو سمې خبرې کړې وي، خو مېرمنې مو تر بل ډول برداشت کړی وي او همدا د دوی په اند بد برداشت یې د دې لامل شوی ، چې مېرمن موپه غوسه شي او له تاسو سره دعوه پیل کړي.

هېڅکله د اوږدې مودې لپاره غوسه مه کوئ. او یا هم هېڅکله بې له دې چې په کور کې مو احوال نه وي ورکړی له کوره مه وزئ ، ستاسو په اند که مو فکر سم نه وي کولای شئ، چې د خپل مور او پلار او یا هم له یوه نیږدې دوست کره ولاړ شئ، خپل د ژوند ملګري ته وایئ، چې فکر مې سم نه دی زه نن د فلان کي کره ځم تر څو وضعیت سم شي!. هېڅ اوښیار کس دا ډول تېروتنه نه تر سره کوي، او که یې تر سره کړي، دا به لویه بې ادبي وي، ښه دې چې دغوسې پر مهال په خپل کور کې پاتې شئ او یو د بل په څنګ کې و اوسئ، که خدای مه کړه داسې څه تر سره کړئ، چې د لنډ وخت لپاره خپل کور پرېږدئ دا به لویه بې ادبي وي، په داسې وخت تاسو یوه او بل ته اړتیا لرئ، چې د یوه او بل په څنګ کې اوسئ. له یو بل سره داسې چلند وکړئ، چې احساس کړئ یو بل ته پوره احترام لرئ.

لومړی د خپل ځان په اړه فکر وکړئ، او د ژوند ملګری مو مه مجبوروئ، چې خپلې خبرې اصلاح کړي. کېدای شي دغه څه چې یاداشت کړي مو دي په یوه داسې ځای کې کېږدئ، چې د مقابل کس یعنې ستاسو د ژوند د ملګري سترګې پرې ولګېږي.

د اونۍ له سره مو خپلو خبرو ته پام وکړئ، داسې خبرې مه کوئ، چې په وسیله یې ستاسو د ژوند ملګری خواشینی او یا غوسه شي. هرشپه د خپلو هغه خبرو په اړه فکر وکړئ، چې د ورځې  په اوږدو کې مو کړې دي. هغه تېروتنې چې د ورځې په اوږدو کې درڅخه شوې دي یاداشت یې کړئ.

 

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم شریفي