ټولنیز ژوند ژوند بڼه کورنی ژوند

د دواړو؛ واده لرونکو او مجردانو د ژوند له پاره ضروري لیکنه!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

کله چي په هغه شپه کور ته راغلم، ماینې مي غذا تیاروله، ما تر لاس ونیوله او ورته ومي ویل چي تا ته یوڅه ویل غواړم. هغه کښېنستله او په آرامۍ سره د ډوډۍ په خوړلو آخته سوه. په سترګو کي مې غم او ناراحتي له لېري احساسوله. یو ناڅاپي پوه نه سوم چي څنګه مي ژبه جاري سوه. خو هغې ته مي باید ویلي وای چي په ذهن کي مي څه راګرځېدل. ما طلاق غوښتی. په آرامۍ مي موضوع ورسره مطرح کړه. داسي نه معلومېده چي له خبرو مي ناراحته سوې وي، یوازې په نرمۍ سره وپوښتله، ولي؟

پوښتني ته مې جواب ور نکړ او سر مي وګرځاوه. دا کار د هغې د عصباني کېدو سبب سو. د ډوډۍ لوښي ئې هاخوا وغورځول او په زوره ئې را باندي ږغ کړل، ته نارینه نه یې! دغه شپه مو نور یو له بله هیڅ خبري و نه کړې. هغې ژړل. پوهېږم هغې غوښتل چي پوهه سي چي ولي ورسره داسي کوم. خو ما هغې ته قناعت بخښوونکی جواب نه درلودی. زما هغه نوره نه خوښېدله.

د ګناه له احساس او د وجدان د عمیق او ژور احساس سره مي د طلاق کاغذان چمتو کړل چي په هغه کي مي ورسره دا لیکلي ول چي کولای سي کور، موټر او د شرکت ۳۰٪ برخه مي واخلي. کاغذانو ته ئې و کتل او بیا ئې څېري ویري کړل. کومي ښځي چي زما سره ۱۰ کالونه تېر کړي ول زما له پاره په یوې نابلدي ښځي بدله سوې وه.

خود بې زما له پاره وخت او انرژي مصرف کړي ول خو واقعاً ما نه سوای کولای چي بیرته ورسره مخکیني ژوند ته ور وګرځم ځکه چي زه پر یوې بلي نجلۍ مئین سوی وم. آخر ئې په زوره زوره راته وژړل او دا دقیقاً هغه څه ول چي زه ئې لیدو ته انتظار وم. زما له پاره د هغې ژړا یو ډول تېښته وه. د طلاق فکر زما سره له اوونیو را پیدا سوی و، او دا مهال لا ډېر محکم تر او واضح تر سوی و.

په سبا ډېر ناوخته کور ته راغلم او ومي لیدل چي مېز ته ناسته ده او یوڅه لیکي. ماښامنۍ مي نه وه خوړلې خو راساً ولاړم چي بیده سم او ډېر ژر بیده سوم ځکه له نوي معشوقې سره مي تر یوې لذت بخشي ورځي تېرولو وروسته ستړی سوی وم. کله چي را کښېنستم، لا هم مېز ته ناسته ده او په لیکلو آخته وه. توجه مي ورته و نه کړه او بیا بیده سوم.

په سبا سهار هغې د طلاق شرایط راته لیکلي ول: زما څخه ئې هیڅ شی نه غوښتل فقط له طلاق مخکي ئې راڅخه یوه میاشت وخت او فرصت غوښتی و. هغي غوښتي ول چي په دغه یوه میاشت کي به زموږ دواړو کوښښ دا وي چي یو عادي او نورمال ژوند ولرو. د هغې دلایل ساده ول:

زموږ د زوی امتحانونه ول او هغې نه غوښتل چي زموږ د مشکلاتو په خاطر د هغه فکر مغشوش سي. زما له پاره دا د منلو وړ وه. خو د یوه بل شي غوښتنه ئې هم کړې وه. هغې له ما غوښتي وه هغه وخت چي هغه مي د واده په ورځ خوني ته په غېږه کي دننه کړې وه را په یاد کړم. زما څخه ئې غوښتي ول چي په دغه یوه میاشت کي به هره ورځ هغه له خوني څخه د کور دباندي په غېږه کي را باسم. فکر مي کوی چي لېونۍ سوې ده. خو ددې له پاره چي آخري ورځي مو یو له بل سره ورځي د زغم وړ وي، دغه عجیبه غوښتنه مې هم ومنله.

د ماینې د طلاق شرایطو په اړه مي له معشوقې سره خبري وکړې. په قهقهه سره ئې وخندل او وې ویل چي بېخي عجیبه ده. او وروسته ئې په خندا او تمسخر سره وویل چي هر څه وکړي خو آخر به طلاق مني.

له کومي ورځي مي چي په علني ډول د طلاق موضوع را اخیستې وه ما او مېرمني مي هیڅ جسمي اړیکه یو له بله سره نه وه نیولې. کله چي مي په لومړۍ ورځ هغه په غېږه کي له خوني دباندي وایستله موږ دواړو د تازه کارۍ احساس کاوه. زوی مي تر شا راپسي ږغ کړل: ارر بابا ته وګوره زما مور ئې په غېږه کي اخیستې ده.

اول مي هغه د ناستي پاستي ځای ته راوړه او وروسته مي له دغه ځایه د وتلو تر دروازې پوري ورسوله. داسي د لسو مترو په شاوخوا کي مي هغه په غېږه کي اخیستې وه. لږ ناراحته وم. هغه مي له کوره دباندي له غېږي کښته کړه او هغه ولاړه او د ملي بس په انتظار ودرېده څو کار ته ولاړه سي. زه هم موټر ته یوازي وختلم او د شرکت پر خوا مي حرکت وکړ.

په دوهمه ورځ موږ دواړو راحت تر چار چلند لاره. زما په ځیګر پورې تکیه وکړه. پر کالو باندي د وهلو عطرو خوشبويي مې احساسوله. پوه سوم چي ډېر وخت سوی دئ چي مېرمني ته مي سم کتلي نه دي. درک مي کړه چي نور ئې د ځوانۍ پخوانی خوند پاته نه دئ. صورت ئې ګونځي سوی او وېښتان ئې هم لږ سپین سوي ول. یوه دقیقه مي له ځانه سره فکر وکړ چي ما دغي ښځي ته چشي ورکړي دي.

په څلورمه ورځ مي چي کله هغه په غېږه کي را واخیسته، داسي مي حس کړه چي زموږ په منځ کي د صمیمیت احساس بیرته راغلی دئ. دا هغه ښځه وه چي لس کاله ئې زما سره ژوند تېر کړی و. په پنځمه او شپږمه ورځ وپوهېدم چي زموږ په منځ کي صمیمیت ورځ تر بلي زیاتېږي.

په دغه اړه مي خپلي معشوقې ته څه و نه ویل. هر څومره چي ورځي تېرېدلې، په غېږه کي د هغې را اخیستل راته سپک کېدل. دغه ورځني تمرین زه پیاوړی کړی وم!

یوه ورځ په کالو کي ګرځېدله چي کومه جوړه واغوندي. څو جوړې ئې پر ځان وکتلې خو مناسبه جوړه ئې پیدا نه کړه. آه ئې وکېښ او وې ویل چي ټول کالي ئې آزاد سوي دي. یوار مي ور پام سو چي څوندي ډنګره سوې ده، ځکه خو ئې دوندي په آسانۍ سره په غېږه کي آخلم.

یوار مي تکان وخوړل. د همدې دردونو او غسې په خاطر هغه دوندي ډنګره سوې ده. سر مي نه دئ خلاص سوی، چي خوا ته ئې ورغلم او سر مې ور لمس کړ.

په دغه وخت کي مي زوی خوني ته راغلی او وې ویل: پلاره، په غېږه کي د مور د آخیستلو وخت مي سو. د هغه له پاره دغه چي پلار ئې مور په غېږه کي اخلي او دباندې باسي د هغه د ژوند یوه مهمه برخه ګرځېدلې وه. ماینې مي زوی ته اشاره وکړه چي ور نژدې سي او هغه ئې ټینګ په غېږه کي ونیوی.

مخ مي واړوه څو وې نه ویم ځکه بېرېدلم چي په دغه وروستیو شېبو کي مي فکر او نظر تغیر نه کړم. وروسته مي هغه په غېږه کي واخیسته او د خوب له خوني څخه مي دباندي راوړه او بیا مي تر دروازې پوري یوړه. لاسونه ئې خورا طبیعي او نرم زما پر غاړه را ګرځولي ول. ما هم هغه ټینګه په غېږه کي نیولې وه. کټ مټ لکه زموږ د واده په ورځ.

خو د هغې ډنګرواله زما د ناراحتۍ سبب سوه. په آخره ورځ، کله چي مي هغه په غېږه کي را واخیستله بېخي په سختۍ سره مي ګام اوچتاوه. زوی مي ښوونځي ته تللی و. ټینګه مي په غېږه کي واخیسته او ومي ویل، هیڅ نه یم پوه سوی چي زموږ په ژوند کي صمیمیت ځای لري. ژر موټر ته وختلم او شرکت ته ولاړم.

کله چي شرکت ته ورسېدم حتی د موټر دروازه مي هم قفل نه کړه. بېرېدلم هر ځنډ مي نظر تغیراوه. لوړ وختلم. معشوقې مي چي زما منشي هم وه دروازه را خلاصه کړه او هغې ته مي وویل چي نه سم کولای مېرمني ته مي طلاق ورکړم.

هغې په حیرانتیا سره را وکتل، لاسونه ئې زما پر تندي کښېښودل او وې ویل: تبه دي ده؟ لاسونه مې له تندي څخه لېري کړل. ورته ومي ویل: متاسفانه، نه سم کولای. زه نه غواړم چي ماینې ته مي طلاق ورکړم. زما ګډ ژوند احتمالاً په دې سبب ستړی کوونکی و چي ما و ماینې مو د ژوند جزئیاتو ته توجه نه کوله په دې دلیل نه چي نور ما له هغې سره مینه نه لرله.

اوس پوهېږم چي نور یوازي مرګ موږ یو له بله جلا کولای سي؛ هره ورځ په غېږه کي هغه را اخلم او د خوب تر خوني پوري ئې بیایم. معشوقې مي داسي احساسوله چي زه تازه په تازه له خوبه راکښېنستلی یم. یوه ټینګه چپلاخه ئې راکړه او وروسته ئې دروازه وتړله او په ژړا سوه.

پر ځینو باندي لاندي تا سوم او موټر ته وختلم. پر لاره باندي د ګلانو یوې مغازې ته ورغلم او د مېرمني له پاره مي د ګلانو یوه غونچه رانیوله. پلورونکي وپوښتل چي پر کارت باندي چشي ورته ولیکم. و موسېدم او ورته ومي لیکل: تر هغو چي مرګ موږ دواړه یو له بله جلا کوي هر سهار دي په غېږه کي را اخلم او دباندي دي باسم.

د شپې چي کور ته ورسېدم، په لاسونو کي مي ګلان او پر شونډانو باندي مي خندا خوره وه – ژر ژر پر ځینو لوړ وختلم او کله چي کور ته دننه سوم ومي لیدل چي ماینه مي پر تخت باندي پرته او مړه سوې ده! هغه له څو میاشتو راهیسي په سرطان اخته وه او زه دوندي له خپلي معشوقې سره بوخت سوی وم چي د ماینې په مریضي مي پوه سوی هم نه یم. هغه پوهېدله چي ډېر وخت به ونه وهي؛ او ډېر ژر به مړه سي او غوښتله ئې چي ما د طلاق په خاطر زموږ د زوی د منفي غبرګونونه څخه وساتي. اوس دوندي دئ چي زموږ د زوی په فکر زه یو مهربانه مېړه وم.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي