Advertisements
ټولنیز ژوند خوندیتوب روغه سټه له نړۍ

کورونا وایروس کومو خلکو ته ډېر خطر پيښولی شي؟

لیکنه: مهر تاج

د چین ساینسپوهانو د ۴۴ زرو څخه ډیر په کورونا وایرس اخته ناروغانو تر ټولو لویه څېړنه تر سره کړي ده، چې د نویو معلوماتو له مخې یې ویل شوې؛ کورونا د سارز په څېر خطرناکه نده، ماشومان ترې خوندي دي.

د نړیوالې روغتیایي اداري عمومي مشر ډاکټر ” ټیډروس اډانوم ګیبراسس” چینایي چارواکو ته د دې څېړنې د پایلي په اعلانولو کې ویلي؛ په هرو ۵ تنو ناروغانو کې د ۴ تنو ناروغانو د ناروغۍ شدت منځنی حالت یعني معتدله وي.

دوی ویلي، ظاهراً داسې ښکاري چې نوول کورونا وایرس د نورو کورونا وایرسونو په شمول لکه سارز او مرس په څېر ځان وژونکي نه دی؛ اوس د دې وبا انځور په روښانه کیدو دی .

په زیړ رنګ کې د نوي کورونا وایرس خاکه لیدلی شئ ـ ای پي انځور

د یادې څېړنې په دوران کې د چین په یوه ولایت کې د ۴۴ زرو پېښو اسناد څېړل شوي. د روغتیایي اداري مشر ویلي؛ د ۸۰ سلنه ډېرو ناروغانو د ناروغۍ حالت په منځنۍ کټګورۍ کې راځي، چې روغتیا یې شونې ده. د ۱۴ سلنه پېښو شدت حالت یې لوړ دی، چې په نمونیا او ساه اخیستلو ستونزه/ناروغي لري، ۵ سلنه پېښې یې شدیدي دي، چې د دوی تنفسي نظام او نورې بیلابیلې اعضاوې یې کار پریږدي او د ۲سلنه حالت مرګونی ښودل شوی، چې له دې ثابته شوه؛ «څومره چې هم لوړ/ ډېر وي، په هماغه اندازه یې د مړینې خطر هم ډېر وي.»

دوی زیاتوي، ماشومان له دې وایرس دومره نه متاثره/ اخته کیږي لکه څومره چې بالغ اشخاص پرې اخته کېږي، ” په دې هکله لا ډېري څېړنې ته ضرورت دی،چې داسې ولې پېښېږي.”

د دوی په وینا، د لاسته راغلي پایلي په ښه توګه پوهیدلو لپاره ځینې نیمګړتیاوې موجودي دي، چې د نړیوالي روغتیایي اداري ماهرین به پرې کار وکړي.

د WHO عمومي مشر ویلي، په چین کې د نویو پېښو په شمېر کې کمی راغلی. دې ته باید په ډېر احتیاط سره توجه وشي، ځکه دا  تغیریدلی هم شي.

دوی ویلي، نړیواله روغتیایي اداره شپه او ورځ  خپلو هڅو/کار ته دوام ورکوي، تر څو له هغو نورو هیوادونو سره هم مرسته وکړي، په کومو کې چې په ممکنه توګه د کورونا وایرس رسیدونکی دی، هلته به د ټیسټنګ کټس او حفاظت کوونکي الات ولیږدوي، د روغتیایي کمپنیو سره به يو ځای مرسته کوي، هغوی ته د ملاتړ ډاډ ورکوي او طبي کارکوونکو ته به تربیتي ټریننګونه ورکړل شي.

د نړیوالي اداري ایمرجنسي څانګې مشر ډاکټر “مائیکل زیان ” ویلي، دې وایرس خپریدو ته نړیواله وبا نه شو ویلای، ځکه اصلې مسئله دا ده چې د چین څخه بهر متاثره ټولنیزې اړیکې اوس زمونږ د مشاهدي لاندې نه دي.

په WHO کې د pandemic and epidemic مشر ډاکټر “سلویا برائینډ ” ویلي، چې د دوی اداره د سهیلي جاپان ډلې سره ګډ کار کوي .

د چینایي چارواکو په تازه راپور کې ویل شوي، چې په ” هوبي ” ولایت کې په کورونا وایرس د مړو شمیر ۲،۹ سلنه دی، چې په نورو برخو کې یې ۰،۴ سلنه دی، په مجموعي توګه د ناروغانو په مقابل کې د مړو شمیر ۲،۳ سلنه دی.

چینایي جرنل  آف:  Epidemiology څېړنه د ۸ د دسمبر ۲۰۱۹ نه تر ۱۱ د فروري پورې په کورونا وایرس اخته ۴۴ زرو څخه ډېرو ثبت شویو پیښو باندې تر سره شوې.

د یادې څېړنې د معلوماتو له مخې په مړو کې د ۸۰ کالو څخه پورته عمر لرونکي اشخاصو شمیر ډېر دی. (یعني زیات تعداد یې عمر خوړلي یا ډېر عمر لرونکي خلک دي)

چې د نارینوو شمیر یې ۲،۸ سلنه او ښځو شمیر ۱،۷ سلنه ښودل شوی. په څېړنه کې دا هم ویل شوي، چې پدې وایرس اخته ناروغانو د مړینې خطر هم ډېر دی.

د يادې څېړنې د پایلو له مخې د زړه له شریانونو سره تړلي ناروغیو باندې اخته کسانو ته تر ټولو لوی خطر دی، ورپسې په شکر اخته کسان، بیا تنفسي ناروغي لرونکي او د وینې فشار لرونکي اشخاص ښودل شوي دي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ

%d bloggers like this: