څېړونکو د کورونا وايروس او ښاپېرکانو ترمنځ اړيکه په ډاګه کړه

بلاخره! او د زيات انتظار وروسته، د برېټانيا، آلمان او امريکا متحده ايالاتو پوهان په دې بريالي شول، چې په چين کې د کورونا وايروس علت معلوم کړي، چې ښاپېرکان يې په لومړي سر کې ځاى لري.
د علمي ټيم د څېړنو پر اساس، په جنوبي چين کې د چاپيريال د هوا د بدلون ميکانيزم، په دغه سيمه کې د ښاپرکانو د ګڼو ډولونو د راغونډېدلو سبب، چې د پانډمۍ د خپرېدلو علت په توګه په پام کې نيول کېږي.
پوهانو وموندله چې د نړۍ اقليمي تغييرات، د تودوخې لوړېدل، د لمر په وړانګو او اتموسفير کې د کاربن زياتېدل، په بېلابېلو سيمو کې د ګياهي پوښښ او طبيعي استوګنځيو د بدلون سبب شوي دي.

شديد تغييرات؛

د “ساينس ديرکت” څېړنيزې – علمي ليکنې، د چاپېريال يوې پراخې څېړنې د چين په جنوب او شاوخوا سيمو، ميانمار او لاووس کې هم، د بوټو/ګياه د پوښښ په ډول کې عمده بدلونونه د يوې پېړۍ په ترڅ کې وښودل.
لکه څرنګه چې څرګنده ده، د کورونا وايروس يو شمېر ډولونه چې په ښاپېرک کې رامنځته کېږي، نيغ په نيغه د دې حيواناتو په سيمه ييزو ډولونو پورې تړاوو لري.
څېړونکي اټکل کوي چې د شلمې پېړۍ له پيل څخه يوازې ٤٠ ډوله ښاپېرکان د چين په ووهان کې ښکاره شوي او په لوړ ګمان د ځمکې د تودوخې په زياتېدو او د باراني ځنګلونو په چټکې ودې سره، نږدې سل ډوله کورونا وايروس له ځانه سره راوړي. د څېړونکو په وينا، دا سيمه د “نړۍ د ګرم ځاى” په توګه د حيواني ناروغيو د پيدايښت په سيمه بدل شوېده.

مساعد شرايط؛

بل پلو د دغې څېړنې مخکښ ليکوال د څارويو د پېژندنې له ډلې، د کمبرېچ پوهنتون په مطبوعاطي بيانيه کې وويل، چې د پېړۍ په اوږدو کې اقليمي تغييرات، په ووهان کې شرايط داسې برابر کړي چې د ښاپېرک ډېر ډولونو ته مناسب وي.
نوموړي همدارنګه زياته کړه، چې د هوا ناسموالي له امله، ډېرى ډولونو نورو سيمو ته مهاجرت/ کډوالي وکړه او خپل ويروسونه هم له ځان سره لېږدوي. د حيواناتو ترمنځ فعل او انفعالات او په نوي چاپيريالي سيسټم کې ويروسونه، د زيات شمېر تازه او مضرو وايروسونو د رامنځته کېدلو سبب کېږي.
د پوهانو په باور، اوسمهال نږدې ٣٠٠٠ زره ډوله کورونا وايروس شتون لري. هر ډول حيوان په منځنۍ توګه د ٢.٧ کورونا وايروس لېږدوونکي دي.
زياتره کورونا وايروس، چې ښاپېرک يې لېږدوي، انسان ته سرايت نه کوي.

ګواښوونکې ناروغۍ؛

نو، په يوه ځانګړې سيمه کې د ښاپېرکانو راټولېدلو سره، په دغو سيمو کې، په انسانانو کې د ګواښوونکو ناروغيو احتمال زياتېږي.
دغه څېړنې څرګنده کړله چې د تېرې پېړۍ په اوږدو کې، اقليمي بدلونونه په مرکزي افريقا او په جنوبي او مرکزي امريکا کې د بېلابېلو ښاپېرکانو د راټولېدلو سبب ګرځېدلي.
د يادونې وړ ده، چې د ښاپېرک سره د کورونا وايروس اړيکه لا هم يوه مرموزه موضوع ده، چې د وايروس د پيدا کېدلو څخه څو مياشتې وروسته يې، لاهم پوهان او څېړونکي ګنګس کړي دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي