Advertisements
خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه له نړۍ

د نوي کورونا وایروس د خپریدو مخنیوی ولې ستونزمن دی؟

لیکنه: مهر تاج
  • ژباړه: مهرتاج

۲۰۱۹ ناول کورونا وایرس له یو شخص څخه بل ته هغه مهال هم لیږدول کېږي چې په اخته ناروغ کې یې هېڅ نښې ښکاره موجودي نه وي.

دا خبره د چین حکومت تیره اونۍ کړې وه، چې ساینسپوهانو په جرمني کې د یوې تازه پېښې رامنځته کیدو په مرسته اوس ومنله.

یوه طبي جریده ” ډی نیو انګلینډ آف میډیسین ” د یو ۳۳ کلن شخص په حواله لیکي چې، نوموړی شخص روغ رمټ و، په ۲۴ د جنوری یې د ستوني خارښت، یخنۍ، په عضلاتو کې ستونزه او وروسته ورسره تبه راغله. دغه کس لنډ مهال له جرمني څخه بهر کوم سفر هم نه درلوده، له دې نښو څرګندیدو څخه دمخه ۴ ورځې وړاندې ده د یوې چینایي ملګرې سره کاري لیدنه کړې وه.

د راپور له مخې نوموړي دوه تنه د جرمني د موټرو د پرزه جاتو صادروونکې ویبپاڼې کمپنۍ کارکوونکي و،چې د لیدني پر مهال د شنګهائي اوسیدونکې مېرمن ظاهراً روغه رمټه ښکارېده او هېڅ ډول مکروبي نښې پکې نه لیدل کیدلي، خو چین ته د ستنیدو پر مهال ناروغه شوه، چې د نوي کورونا وایرس تصدیق د جنوری په ۲۶ نیټه وشو.

له دې پېښې وروسته چارواکو د شنګایي ټول هغه اشخاص په نښه کړل چې د نوموړې مېرمن سره یې د کاروباور په جریان کې لیدني شوې وي، چې نوموړی ۳۳ کلن شخص هم پکې شامل و.

په ۲۷د جنوری له ټیسټونو څخه جوته شوه چې دا کس هم د ۲۰۱۹ ناول کورونا وایرس ښکار شوی دی.

په راپور کې ویل شوي چې؛ په مکروب اخته ناروغ سره د مرستي کولو په مهال هم له یوه شخصه بل ته لیږدول کېږي.

وروسته له څېړنو معلومه شوه چې د یادي کمپنۍ ۳ تنه نور کارکوونکي هم په کورونا وایرس اخته دي، چې له دې جملې څخه د یو یې د شنګهایي اوسیدونکې میرمنې سره لیدنه شوې وه او دوه نورو ته د خپل جرمني ملګري څخه هغه مهال یاد مکروب انتقال شوی و کله چې په هغه کې ظاهراً هېڅ نښې علامي لا نه وي څرګندي شوي.

په مونیخ ښار کې اوس مهال څلور واړه ناروغان بستر دي، چې له دوی څخه یو کې هم تراوسه د شدیدي ناروغی نښې نه دي څرګندي شوي.

په مقاله کې ویل شوي چې په حقیقت کې متاثره شخص بغیر د کومې نښې علامي څرګندیدو څخه هم نور اشخاص ناروغه کولای شي.

دم ګړی له ۱۴ زرو څخه ډېر اشخاص په یاد وایرس اخته او څه باندې ۳ سوه مړه شوي، چې له دې جملې څخه ۳۰۴ تنه په چین او صرف یو تن په فلپائن کې مړ شوی دی.

د تنفسي وایرسونو په هکله ویل کېږي، چې دا هغه وخت بیلابیل ډوله کیدلی شي، کله چې یې نښې زیاتي او مختلف قسمه ولیدلی شي، چې دا تل نشي کیدی. خلکو ته د فلو او زکام نښو علامو د نه څرګندیدلو بغیر هم لیږدول کیږي او همدا ستونزمنه ده چې د نښو علامو نه څرګندیدو پرته د دې وایرس/ ناروغۍ مخه دې ونیولی شي.

یعني کله چې ظاهراً کومه نښه، علامه په چا کې ونه موندل شي، څرنګه به تشخیص شي چې څوک پدې وایرس اخته یا ناروغ دی.

مقاله زیاتوي، چې د دې ټولو تشخیصاتو سربېره د یادو څلور تنو جرمني ناروغانو ناروغي جدي شوي نده. د لا معلوماتو لپاره نورې څېړنې ته هم اړتیا ده، چې د دې ناروغانو تداوي د روغتون نه بهر شوني ده او که نه.

د یادونې وړ ده، چې د تیرې یکشنبې ورځ د چین مرکزي وزیر اعلان وکړ چې دا نوی کورونا وایرس د ظاهري نښو علامو څخه پرته هم له یوه کس نه بل ته لیږدول کېږي، چې موده یې له یو نه تر ۱۴ ورځو پورې ده.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ