افغانستان خوندیتوب ساینس او ټیکنالوژي کرونا له نړۍ نړۍ

هیواد او نړۍ کي؛ د کرونا واکسین او ویروس وروستي معلومات

خبریال: فضل الله فضلي

کرونا ویروس د تېري ورځي په پرتله د کمېدو کم اثر نه پکښي لیدل کیږي، خو لا هم چین، ایټالیا، امریکا، ایران او یو شمېر نور هیوادونه ځپي.

د چین حکومت ادعا کوي، چي کرونا ویروس یې په هیواد کي ختم سوئ دئ او د ځینو ځایونو تصویرونه يې هم وړاندي کړي، چي خلګ په جمعي ډول راټول دي او د ژوند ورځنۍ چاري مخته بیايي.

خو ددې برخلاف نړیوال روغتیايي سازمانونه نن په چین کي د نویو ۳۵ مثبتو پېښو د ثبت او ۱۴ وژنو خبر ورکوي.

اوسمهال په چین کي ددې ویروس شاوخوا ۹ زره قضيې تر تعقیب او تداوي لاندي دي.

په دوهم او دریم ځای کي ایټالیا او ایران هیوادونه دي، چي دې ویروس ډېر ځپلي دي، خو نن د کومي نوي مثبتي پېښي خبر نه دئ ورکول سوئ، چي بل طرف ته بیا امریکا، جنوبي کوریا، اسټریا، اسټرالیا او پاکستان کي د لسګونو مثبتو پېښو د ثبت خبرونه ورکول سوي دي.

لاندي جدول کي معلومیږي، چي د عیسوي فېبرورۍ له ۲۷ نېټې څخه یې تراوسه څومره پراختیا کړې ده:

اوس مهال په ټوله نړۍ کي ددې ویروس ۸۵۹۳۹ قضيې رواني، ۷۰۴ پېښي تازه ثبت سوي او نن د مړو شمېر ۲۱ ته رسېدلئ دئ.

نن په افغانستان کي د ۵ نورو مثبتو پېښو خبر ورکول سوئ دئ، چي ټوله شمېره په دې هیواد کي ۲۱ ته ورسېدل، چي یو تن پکښي روغ سوئ دئ، خو بل طرف ته بیا په ګاونډي هیواد پاکستان کي ددې ویروس د ثبت شمېره ۹۴ تنو ته لوړه سوې ده.

په وروستيو خبرونو کي راځي، چي د امریکا حکومت اعلان کړئ دئ، چي د کرونا ویروس واکسین یې جوړ کړئ دئ.

ویل کیږي، چي امریکایانو دا ویروس په موږک ازمایلئ او نتیجه یې مثبته راغلې ده، دوی اوس غواړي، چي د امریکا په سیاتل ښار کي پر ۴۵ داوطلب کسانو دا واکسین وازمايي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

فضل الله فضلي

په کندهار کي د یاران ویب پاڼي لیکوال او ژورنالیست.
زده کړي: کندهار پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځی محصل
رسنیزه دنده: ۹ کاله
نوري دندي: هیواد راډیو تلوېزیون او افغانستان ورزشي خبریالان فدراسیون کي ورزشي خبریال، د یو خصوصي انستیتوت د عامه اړیکو مدیر، د سولي ږغ ټولني ولایتي غړی او کندهار پوهنتون پاچاخان علمي څېړنيز مرکز د سولي کلب غړی.

تبصره مو ولیکئ