د ۱۵ دقیقو څخه په کم وخت کې د کرونا وایروس تشخیص!

  • ژباړه: نسیمه محمدي

د کاناډا د درمل جوړولو یو شرکت د نانو ټکنالوژۍ څخه په استفادې، د یوې داسې وسیلې د جوړولو د پرمختګ په حال کې دی، چې په وسیله یې د پنځلس دقیقو په ترڅ کې د کرونا ناروغي پېژندل کېږي.
د نانو ټکنالوژۍ د پرمختیايي مرکز څخه، سونا نانوتک (Sona Nanotech) د درملو جوړولو په برخه کې یو فعال شرکت دی. دغه شرکت اعلان کړه د کرونا وایروس د پېژندلو لپاره د یوې چټکې وسیلې جوړولو په حال کې دی.
کرونا وایروس د ۲۰۲۰م په لومړیو کې د چین هېواد د وهان له هوبي سیمې څخه راپور ورکړل شو. تر اوسه په دې وایروس ۷۸۰۰۰ زره وګړي اخته او د مړینې شمېر یې د چین تر څنک په نورو هېوادونو کې هم مخ په لوړېدو دی.

سونا نانوتک د دې ناروغۍ د چټکې پېژندنې لپاره ګام اوچت کړی. هغه څه چې دغه شرکت وده ورکړې د جانبي جریان د ټکنالوژۍ په اساس ده. له بشپړېدو وروسته دا ټکنالوژي کولای شي د ۵ تر ۱۵ دقیقو په لړ کې د کرونا ناروغي تشخیص کړي. وړاندوینه کېږي، چې د دې آزمایښت بیه له ۵۰ ډالرو کمه وي. اوسمهال، د کرونا وایروس ناروغۍ د جانبي جریان هېڅ ډول تشخیص نشته.
سونا نانوتک شرکت د نانو ټکنالوژۍ لرونکې ده، چې په هغه کې د جانبي جریان د ټسټ لپاره د یو ځل کارېدونکي پلټفورم څخه کار اخېستل کېږي. دا ټکنالوژي د اومېندوارۍ ټسټ ته ورته ده، حتیا نافني او نا زده کړه لیدلي یې هم، د خاصو آزمايښتي تجهېزاتو پرته کارولی شي. دا ټسټ به د ساتنې او حفاظت لپاره وکارول شي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب