خوندیتوب روغه سټه کرونا له نړۍ

کرونا وایروس ولې ایټالیه سخته ځپي او جاپان ترې روغ پاتې شوی؟

GettyImages
لیکنه: ياران
  • ژباړه: سیف الدین زهیر

د ایټالیا او جاپان هیوادونو پرتله، ولې د کرونا وبا ایټالیا دومره وځپله؟ جاپان څنګه تر اوسه له دې وبا ځان ساتلې؟

ایټالیا له هغو هیوادونو څخه ده چې د کرونا وبا په خاصه توګه ډیره زیاته وځپله. تر اوسه د ۶۰۰۰ زیات کسان پکې مړه او د ۶۴۰۰۰ زیات پکې ککړ ثبت شول. ۹.۵ سلنه ککړ کسان پکې وژل شوي چې کچه یې له نورو هیوادو لوړه ده. د اکسفورډ پوهنتون څیړنې کوښښ کړی چې دلیل یې روښانه کړي.

دغه هیواد د نړۍ په کچه دویم هیواد دی چې زیات زاړه یا د ډېر عمر خلک لري. ماشومان یې د ډېر عمر خلکو لکه انا او نیکه سره ډېر وخت تیروي. دا څرګندوي چې ویروس څه رنګه کورنیو او ټولنو ته انتقالیږي.

د ایټالیا ۲۳ سلنه نفوس د ۶۵ کلو زیات عمر لري. ایټالیایي ځوانان له خپل مور، پلار، انا او نیکه سره په کلیو کې ژوند کوي خو کار لپاره بیا د میلان په څیر ښارونو ته سفر کوي. څېړنه ښایي چې د کورونو او ښار تر منځ تګ را تګ کیدای شي چې په لومړۍ مرحله کې یې په پټه توګه دغه ویروس ډیر زیات خپور کړی وي. هغه ځوانان چې په ښارونو کې کار کوي په ګڼه ګوڼه کې له ډېرو خلکو سره تعامل کوي، له کومه ځایه چې امکان لري ويروس دوی له ځان سره کورونو ته وړی او خپل بابا او انا ته يې انتقال کړی. میلان د لومبرډي په نوم له ټولو زیاتې ځپل شوې سیمې یو مهم ښار دی. د یادې ناروغۍ له کبله په ایټالیا کې ۶۸ سلنه مرګونه په دغه سیمه کې شوي.

که دغه ځوانان د ناروغۍ علایم ونه لري نو هیڅ یوه نښه به هم ونه لري چې دوی خپل مشران ککړوي. د مړینې کچه په پاخه عمر خلکو کې زیاته ده.

ولې زیات عمر نفوس لرل دا مانا نلري، چې ګني د کرونا ويروس د مړينې کچه دې خامخا زياته وي. په جاپان کې ۲۸ سلنه څخه زیات خلک د ۶۵ کالو ډیرعمر لري. د یو بل راپور له مخې هلته تر ۲۴ مارچ پورې ۱۲۰۰ کسان ککړ شوي او ۴۳ کسان مړه شوي. جاپان چین سره نږدې اړیکې لري او د جنوري په میاشت کې ۹۲۵۰۰۰ چینایانو او په فبروري میاشت کې بیا ۸۹۰۰۰ چینایانو دغه هیواد ته سفر وکړ. لاندې دلایل ښایې مرسته وکړي؛ څو پوهه شو څه رنګه جاپان له دغې وبا د خپریدو مخه ونیوله:

  • د کرونا وبا خپریدو ته په ځواب کې جاپان دولت د پسرلني رخصتیو وړاندې د مارچ په پای کې ټول ښوونځي وتړل او ټولې عامه غونډې یې وځنډولې.
  • ستړي مه شي په وخت د لاس ورکولو او غېږ اخیستلو پر ځای، یو بل ته د لیرې سر ټیټوي.
  • لاسونه مینځل، د ضد عفونی محلول یانې جراثیم وژونکي محلول سره غړغړې کول او ماسک اچول یې د ورځني ژوند برخه ده.
  • دوکانونو او سوداګریزو مرکزونو کې سینټایزر یا جراثیم وژونکې مواد کیښودل شول چې باید هر څوک يې د ننوتو په وخت وکاروي او ماسک هم واچوي. وییل کیږي دغه هیواد هر کال ۵.۵ ملیارده ماسکونه مصرفوي چې هر وګړي پر سر ۴۳ ماسکه جوړیږي.
  • دوی یوازې هغه کسان معاینه کوي چې د ناروغۍ علایم پکې شدید وي.
  • د ایټالیایانو په پرتله په جاپان کې لوړ عمر لونکي خلک له ځوانانو او ماشومانو بېل ژوند کوي.
  • یوې بلې څیړنې دا ښودلي وو چې ولې د جاپان خلک د اوږد عمر خاوندان دي. فزیکي فعالیتونه لکه ورزش، پلي ګرځیدل وغیره یې په خپلو ورځنیو مصروفیتونو کې شامل دي. همدا راز په خوړو کې یې سره غوښه لکه د پسه او غوایي غوښه نه وي شامله. پر ځای یې سپینه غوښه لکه چرګ او کب کاروي. سبزي او تازه میوه ډیره کاروي. ځکه یې د بدن دفاعي ځواک پیاوړې وي او فشار، شکر، د زړه ناروغي، چاغ والی وغیره نه لري.

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ