نړۍ کې د لومړي ځل لپاره یو ماشوم په کورونا وایروس اخته شو

په نړۍ کې تر ټولو کم عمر لرونکي ماشوم په کورونا وایرس اخته کیدو پېښه ثبت شوه.
تر اوسه دا خوشبینې وه چې ګوندي له کورونا وایرس څخه تنکي ځوانان او کمکي ماشومان خوندي یا پرې نه اخته کېږي، متاسفانه چې دې نوې ثبت شوې پېښې نه تنها دې خوشبینۍ ته نه پریښودو، بلکې نوي ادندیښنې یې هم را اضافه کړي.
په برطانیه کې وروسته له دې چې په یو نوې زیږدلي ماشوم کې د کورونا وایرس یا کووډ ۱۹ ناروغي تشخیص شوه، یاد ماشوم د دې ناروغی لومړنی کم عمر لرونکی ښکار وبلل شو.
برطانوې ورځ پاڼې “انډیپینډنټ ” راپور له مخې د ماشوم له پیدايښت مخکې د ماشوم د مور ټیسټ ترسره شوی و، خو تشخیص یې وروسته د ماشوم له زیږون وشو، چې د ماشوم د زیږون څو دقیقي وروسته د ماشوم کووډ ۱۹ ټیسټ هم ترسره شو، چې پایله یې مثبته وه.
ډاکټران اوس پدې پوهېدلو هڅه کې دي، چې دا وایرس ماشوم ته د زیږون په وخت کې انتقال شوی او که د حمل په موده کې د مور په خیټه کې پرې اخته شوی و.
د یاد ماشوم په مور باندې لومړی د نمونیا ناروغی شک شوی او د تداوی لپاره بل روغتون ته لیږل شوې وه، کله چې په مور او ماشوم دواړو کې د کورونا وایرس تشخیص وشو، نو دواړه یې د تداوی لپاره بېل بېل روغتونونو ته ولیږل.
د مرکزي روغتون ویاند یادې خبرې پاڼې ته ویلي، چې په ” نارت مډل سیکس ” پوهنتون شفاخانه کې دوه تنه په کورونا وایرس اخته ناروغان تشخیص شوي دي، چې یو یې “سپیشلسټ ” سینټر ته لیږل شوی او بل یې په “آئسولیشن” خونه کې د تداوی لاندې دی.
د ویاند په وینا، د انګلینډ مرکزي روغتیایي اداري د لارښوونو له مخې؛ لومړی د ناروغانو حفظ الصحي ته ډېره توجه کول پکار ده او په جلا جلا خونو کې یې باید تداوي وشي، نو ځکه مو د مور او ماشوم د جلا جلا تداوی کولو پریکړه کړي ده.
د مارچ ۱۵ نیټې تر ماښام پورې په ټوله نړۍ کې د کورونا وایرس یو لک ۵۶ زره ناروغانو له جملې څخه ۷۳ زره  ۹۸۶ ناروغان تداوې شوي، چې ۸۲ زره ۴۳۲ تنه کسان لا هم ورسره لاس و ګریوان دي.
برطانیه کې په یاد وایرس د یولس سوه څخه ډېر کسان اخته،چې ۲۱ تنه مړه او ۱۹ تنه یې تداوي شوي دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




په هلمند کې تازه جګړو له ۹۰۰زیاتې کورنۍ بې کوره کړي

لیکوال: ياران، جلال اباد - برخه : افغانستان

لیکنه: ظریف الله ساحل د هلمند د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس وايي’ له تېرې یکشنبې د تازه جګړو له کبله په سلګونو کورنۍ د هلمند بېلابېلو برخو ته کډه شوي دي. سید محمد رامین ... نور ولولئ