افغانستان خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه کرونا

کورونا جدي وګڼئ، خو ولې باید ویره له ذهنه وباسو؟

لیکنه: مهر تاج

یو مار د خپلو زهرو صفت کاوه، چې زما چیچل اوبو ته اړتیا نه لري. تر څنګ ناستې چنګښې ورپورې وخندل او ورته یې کړل: خلک ستا د زهرو له امله نه مري، بلکې ستا د ډار له امله مري .

دواړو شرط کېښوده چې یو لاروی به مار پټ چیچې خو ځان به ورته چنګښه ښایي او بل لاروی به چنګښه پټ چیچې مخې ته به یې مار راوځي.

پدې کې یو لاروی په لار روان ؤ؛ مار پټ وچېچلو خو د پښو له منځه یې چنګښه په منډه ووته، مسافر چې چنګښه ولیده زخم ته په کتو یې ځانته تسلې ورکړه، چې ځه څه توپیر کوي، چنګښه ده، نو خپلې لارې ته یې دوام ورکړ، مار او چنګښې دواړو تر لېري څارلو تر څو چې له سترګو یې روغ رمټ پناه شو.

دویم لاروی چنګښې پټ وچېچه او مار یې تر مخه په یو شغ تېر شو، مسافر د ډېرې ویرې له امله ځای پر ځای ومړ.

له کله نه مې چې د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان په هکله د ارزونې راپورونه اوریدلي او په ټولنیزو رسنیو کې ځینې له افراطه ډک پوهاوې او ویره خپریدونکي پوسټونه لوستي او لا لولم، په رواني تکلیف اخته شوې یم، هره شپه پر خوب یا خپله او یا هم د کورنۍ یوه د زړه ټوټه مې په کورونا اخته وینم، دومره منفي تاثیر یې راباندې کړی چې د تیرو څو ورځو راپدیخوا وجود مې سستي کوي. یوازې زه ورته حالت سره مخ نه یم، له هر دوست و عزیز سره چې تماس نیسم ټول د دغه اندیښو او ژوبل حالاتو سره مخ دي.

نو ایا کله مو فکر کړی چې په نړۍ کې روزمره په زرګونو انسانان مري، البته د نورو ناروغیو له امله یا هم هېڅ ناروغي نه لري، په هندوستان او افریقا کې څومره وګړي د لوږي له امله مري؟ یوازې په افغانستان کې روزمره څومره په مرموز ډول بې له کومې ناروغی افغانان شهیدانېږي؟ په یوه ساعت کې څومره میندې او ماشومان د ولادت پر مهال مري، چې په کورونا د اخته و مړینو شمېر ورته نه رسېږي.

دا سمه ده چې اوږدو جګړو او مسلسلو مرګونو د مرګ په وړاندې بې احساسه کړي یوو، خو دا هم سمه نه ده چې دومره دې ورته د اسرافیل شپیلۍ په غوږونو کې زمزمه شي چې په مغزوکې یې د قیامت نګازې خپرې او له رواني حالته ومري.

نو د انساني همدردۍ له مخې راځئ؛ په ټولنیزو رسنیو دومره د مایوسۍ خبرونه، ویر او ترهه هم خپره نه کړو، چې انسان د “کورونا وایرس ” یا کوویډ ۱۹ ناروغی له امله نه بلکې د ویرې له امله ومري.

مسلمان له مرګه نه ویرېږي، مرګ یو تریخ حقیقت دی، چې نه یې پیغمبران پرېښي نه یې اولیا پرېښي.

کله چې مرګ په هر حالت کې او په ټاکلي نیټه دی،نو بیا له “کورونا ” نه دومره ډار ولې؟

هو البته، احتیاط کول او ځان ساتل لازمي دي، باید پام او عامه پوهاوی وشي، خو عامه پوهاوي کې دومره افراط باید ونشي چې انسانان په رواني تکلیف اخته کړو.

احتیاط ضرور وکړئ، خو ویره او ترهه له ځانه جلا کړئ!  ځکه د خوف او ویرې له امله انسان ضعیفه/ کمزوری کېږي، جسمې دفاعي قوت یې له منځه ځي، چې د هر ډول ناروغی په وړاندې مقاومت کوي.

او د انسان جسمي مقاومت چې کله کمزوری شي، عادي ناروغي یې هم بهانه کېږي او له منځه یې وړي.

د کورونا په زرګونه ناروغان روغ شوي دي او لا هم مخ په ښه کېدو دي.

مرګ هغه چاته راځي، چې نیټه یې پوره وي. کورونا وایرس یوه ساري ناروغي (وبا) ده، چې د یوه انسان څخه بل انسان ته په اسانۍ سرایت کوي، احتیاط کول پکار دي، ځان ترې وساتئ، خو ویره او خوف له ذهنه وباسئ، له مرګه مخکې ځانونه له مرګه مه بدتره کوئ.

که له پاملرنې او احتیاطه کار واخلئ، د ډاکټرانو په لارښوونو عمل وکړئ؛ هېڅ وایرس ستاسو هېڅ نشي کولای.

الله تعالی هغه څه درکوي، د څه هیله چې د الله تعالی ځنې لرئ .

د الله تعالی په شان کې د هېڅ کمی نشته، د هغه ذات ستاسو په غوښتنو قادر دی.

د کورونا د مخنیوې له پاره جدي تدابیر ونیسئ، خو دومره مه کمزوري کېږئ، چې په لوی لاس ورته څملئ.

(اړینې سپارښتنې او لارښووني به مو ضرور لوستي وي، د بیا له تکراره یې ډډه کوم، نو د تعقیب تاکید یې کوم! )

که مثبت فکر ولرو، نو مثبته پایله به ولري.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ