افغانستان روغه سټه سرسکالو سیاست

افغانستان او کرونا؛ هرات او ټول هیواد کې یې پر ضد دا اقدامات او چمتوالی ونیول شول

لیکنه: غازي عابد
  • راپور: غازي عابد

په هرات ولایت کې کرونا ویروس سره د مبارزې په اړه د غونډو په لړ کې  افغان ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ د هرات والي او ټولو اداري مسوولینو په ګډون، نن مازدیګر د ویډیو کنفرانس له لارې غونډه جوړه شوه.

ارګ یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي؛ په دغه ویډیو کنفرانس کې چې د جمهوري ریاست مرستیالانو، د اقتصادي او سوداګریزو چارو د پراختیا او بې وزلۍ راکمولو په برخه کې د جمهوررئیس فوق العاده استازي، د امنیتي سکتور وزیرانو او د سیمه ییزو ارګانونو ادارې مسوولینو هم حضور درلود د هرات والي عبدالقیوم رحیمي وویل، ستاسې د مخکېنیو لارښوونو مطابق کارونه ترسره کېږي او د هرات بودجه مو د څارنیزو میکانیزمونو او اصولو د اړتیا او استعجالیت په نظر کې نیولو سره مشخصو واحدونو او سکتورونو ته په پام کې نیولی ده.

هرات کې د ګڼې ګوڼې محدودول

هرات والي زیاته کړه، د هرات ښار د قرنطین کولو او اضطراري حالت مو ارزولی، هوکړه په دې وشوه چې په موجوده شرایطو کې موږ په ښار کې د خلکو ګڼه ګوڼه محدوده کړو.

هغه وویل:

«د روغتیایي مرکزونو او روغتیایي وسایلو پر تدارک کار روان دی، په مجموعي ډول مو په کرونا ویروس د احتمالي ککړو کسانو لپاره ۸۰۰ بستره برابر کړي او د تشخیص لابراتوارونه کاملاً فعال او ۱۲۵ ډاکټران او نرسان استخدام شوي دي.»

رحیمي دېته په اشارې چې په کرونا ویروس هیڅ اخته شخص له هرات نه کابل ته نه ځي وویل، په ګمرکونو کې زموږ مالونه ایسار نه دي او هرات د ۲۲ زره ټنه لومړنیو خوراکي توکو د ذخیرې ظرفیت لري.

د هرات بازار دې عادي مخته لاړ شي

د غونډې په دوام د جمهوررئیس لومړي مرستیال امرالله صالح په هرات ولایت کې کرونا ویروس سره د مبارزې په خاطر پر اساسي او لازمو اقداماتو خوښي څرګنده کړې.

امرالله صالح زیاته کړه، پرون د کابینې لومړۍ غونډه جوړه شوه او اجنډا یې کرونا ویروس سره اساسي مبارزه وه او په دې برخه کې جدي اقدامات شوي دي.

نوموړي همدا راز وویل:

«د جمهوررئیس سترسلاکار او د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي او وقایې په خاطر د عامه اړیکو دولتي کمېټې رئیس وحیدعمر د اطلاع رسولو په برخه کې اقدامات څاري، ځکه په دې برخه کې یې مسلکي اقدامات کړي دي.»

د جمهوررئیس لومړي مرستیال د ستراتېژیکو زېرمو په اړه وویل ټول هغه مواد چې خلکو سره شته په ستراتیژیکو زېرمو کې شاملېږي، بناً لازمه نه ده چې د ذخیره کولو لپاره د هرات له بازاره خریداري وشي. پرېږدئ چې بازار په عادي ډول مخته لاړ شي.

قرنطین اغیزناکه لار ده

ورپسې د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش د بېړني حالت په اړه د هرات د والي د نظر د تایید پرمهال وویل، قرنطین په دوه ډوله دی؛ اختیاري او اجباري، خو د متخصصینو په نظر قرنطین د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي له اغېزناکولارو څخه یوه ده.

استاد سرور دانش د راستنېدونکو په اړه وویل درې ډوله راستنېدونکي لرو؛ سالم، مشکوک او په کرونا ویروس اخته کسان. هغه همداراز له ګڼې ګوڼې او عامه ټرانسپورټ څخه د ګټه اخېستنې پر مخنیوي ټینګار وکړ.

د سوداګرو چمتوالی

په دغه ناسته کې د اقتصادي او سوداګریزو چارو د پراختیا او بې وزلۍ راکمولو په برخه کې د جمهوررئیس فوق العاده استازي وویل، د سوداګرو او خصوصي سکتور له مسئولینو سره یې کتنې کړې دي، دوی لازم چمتووالی ښودلی، ترڅو په بېلابېلو په ځانګړي ډول د غذایي موادو برابرولو په برخه کې لازمې همکارۍ وکړي.

کور او کار

د غونډې په دوام د ملي امنیت شورا مرستیال عبدالوحید قتالي وویل:

«په هرات کې د ۸۰ اتحادیو له جملې څخه یې ۳۶ اتحادیې کولای شي په کورونو کې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.»

اقدامات باید دوامداره وي

جمهوررئیس غني د دوی د خبرو له اورېدو وروسته، د کرونا ویروس خپرېدو پر وړاندې د هرات د سیمه ییز حکومت او خلکو له مبارزې څخه په مننې وویل، ددغه ویروس پر وړاندې د مبارزې په برخه کې فعالیتونه او اقدامات باید دوامدار وي.

ښاغلي غني وویل:

«یوازې د هندوستان د غنمو واردات کولای شي چې ذخیرې ډکې کړي، له بازارونو څخه خریداري هم د حل لاره نه ده او اوس مهال د دوه میاشتو لپاره ذخیره لرو.»

با کیفیته توکي غواړو

ولسمشر اشرف غني

د هېواد جمهوررئیس د طبي تجهیزاتو د خریدارۍ په اړه وویل، دغه وسایل د المان له زیمنس شرکت څخه اخیستل کېږي. یو اساسي فهرست تر کار لاندې دی، موږ باکیفیته توکي غواړو، استعجالیت باید له کیفیت سره ارتباط ولري.

خریدارۍ او وارداتو کې اندیښنه نشته

ولسمشر غني وویل، له اقتصادي پلوه د سیمې له هېوادونو سره ښې اړیکې لرو او د لومړنیو خوراکي توکو د خریدارۍ او وارداتو په برخه کې هېڅ ډول اندېښنه وجود نه لري.

د زندانونو وضعیت او اقدامات

جمهوررئیس په هرات ولایت کې د زندانونو او زندانیانو د وضعیت په اړه وویل:

«که څه هم د هېواد نافذه قوانین د زندانیانو په اړه صراحت لري، خو د یوې ارزونې او موجوده شرایطو پر بنسټ باید قانوني اقدامات وشي.»

جمهوررئیس غني د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل، د خصوصي سکتور له نېکې روحیې او همکارۍ مننه کوم او محمد یوسف غضنفر ته یې لارښوونه وکړه چې کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې دې له خصوصي سکتور سره د همغږۍ لپاره یو مشخص آدرس جوړ کړي.

غني وویل:

«ټولې خریدارۍ باید په شفاف او دقیق ډول ترسره شي، د حساب ورکړه باید د یوه اصل او اسنادو پر بنسټ وجود ولري.»

ولسمشر د خپلو خبرو په پای کې وویل، د جمهوررئیس ستر سلاکار او د کوید – ۱۹ ویروس خپرېدو د مخنیوي او وقایې په اړه د عامه اړیکو د دولتي کمېټې رئیس وحید عمر د پیغام رسولو په برخه کې مسلکي اقدامات کړي دي او د اړتیا په صورت کې به له تاسې سره همکاري وکړي. هغه همداراز وحید عمر ته لارښوونه وکړه چې د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د نړیوالو تجربې د هرات له خلکو سره شریکې کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

غازي عابد

تبصره مو ولیکئ