افغانستان کرونا نړۍ

په کرونا ویروس د اخته سوو کسانو شمېر تر ۴۳ میلیونو واوښتی

A nurse cares for patients in a ward dedicated for people infected with the coronavirus, at Forqani Hospital in Qom, 78 miles (125 kilometers) south of the capital Tehran, Iran, Wednesday, Feb. 26, 2020. Iran's president said Wednesday, that Tehran has no immediate plans to quarantine cities over the new coronavirus rapidly spreading across the country, even as the Islamic Republic suffers the highest death toll outside of China with 19 killed amid 139 cases confirmed on Wednesday. (Mohammad Mohsenzadeh/Mizan News Agency via AP )

خبریال: فضل الله فضلي

په نړۍ کي د کرونا ویروس مثبتي پېښي لاهم په چټکۍ سره پورته کیږي او اوس مهال د ورځنیو مثبتو پېښو شمېر تر ۴ لکو اوښتی دئ.

تراوسه په ټوله نړۍ کي په ویروس د اخته سوو کسانو شمېر تر ۴۳،۱ مېلیونو اوښتئ دئ.

په ټوله کي تر اوسه تر ۱،۱ مېلیونو پوري کسان ځني مړه سوي او تر نږدې ۲۹ مېلیونو تنه ځني روغ سوي دي.

تېره ورځ تر ۴۰  زرو پوري مثبتي پېښي ثبت سوي وې او نن هم (تراوسه) تر یو لک ډېري پېښي ثبت سوي دي.

امریکا لاهم د نړۍ لومړی هیواد دئ، چي د کرونا وبا مثبتي پېښي ډېري ۸،۶ مېلیونه لري او مړیني یې تر ۲۳۰ زرو اوښتي.

Why Washington State? How Did It Start? Questions Answered on the U.S.  Coronavirus Outbreak - The New York Times

هند دوهم هیواد دئ، چي نږدې ۸ مېلیونه مثبتي لري او مړیني یې ۱۲۰ زرو ته رسېدلي دي.

ورپسې برازیل دئ، چي تر ۵ مېلیونو یې مثبتي پېښي ډېري سوي او ۵،۳ مېلیونه دي او مړیني یې تر نو ټولو ځپل سوو هیوادونو ډېري لږ ۲۶ زره دي.

د تېري ورځي په ۴۰۰ زرو نویو پېښو کي ۲۰۰ زره په اروپا کي ثبت سوي دي.

اروپا کي د ویروس مثبتي پېښي بیا ډېري سوي او تر ټولو ډېري ۵۲ زره پېښي په فرانسه کي ثبت سوي دي.

په فرانسه کي یو ځل بیا د حکومت لخوا نوي بندیزونه پیل سوي دي.

له اروپا وروسته ډېري پېښي د امریکا په لویه وچه هیوادونو کي ثبت سوي، چي شمېر یې ۱۰۸ زرو ته رسیږي.

وروسته په آسیا کي بیا تر ۸۵ زرو پوري پېښي ثبت سوي دي.

Coronavirus numbers, explained: Why is there a spike in cases in India? -  The Week

بلخوا نن په افغانستان کي د ۱۰۴ مثبتو پېښو او ۳ مړینو خبر ورکول سوئ دئ.

مړیني ۳ په هرات او یوه کابل او مثبتي پېښي  ۱۹ کابل، ۴۱ هرات، ۹ کندهار، ۷ تخار، ۷ کندز، ۲ نیمروز، ۱۷ غزني او یوه یوه هم په زابل او ارزګان ولایتونو کي ثبت سوې ده.

لاهم په نړۍ کي د کرونا ویروس منل سوی او تجربه سوی واکسین نه دئ جوړ سوی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

فضل الله فضلي

په کندهار کي د یاران ویب پاڼي لیکوال او ژورنالیست.
زده کړي: کندهار پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځی محصل
رسنیزه دنده: ۹ کاله
نوري دندي: هیواد راډیو تلوېزیون او افغانستان ورزشي خبریالان فدراسیون کي ورزشي خبریال، د یو خصوصي انستیتوت د عامه اړیکو مدیر، د سولي ږغ ټولني ولایتي غړی او کندهار پوهنتون پاچاخان علمي څېړنيز مرکز د سولي کلب غړی.

تبصره مو ولیکئ