روغه سټه کرونا له نړۍ

اکسفورډ پوهنتون د کورونا وایروس واکسین جوړ کړل

لیکنه: مهر تاج

د انګلستان “اکسفورډ” پوهنتون په پوره ډاډ سره ادعا کړي ده، چې یې د کورونا وایرس واکسین په بریالۍ توګه جوړ کړي دي.

د لوديځو رسنيو د راپورونو له مخې د واکسین ازمایښتي پایلي چې په رضاکارانو باندې ترسره شوي، ظاهراً هېله بخښوونکي او د خوشالۍ وړ دي.

د ازمایښتونو په پایله کې اکسفورډ ټیم ته څرګنده شوې، چې د دوی لخوا جوړ شوي واکسین د وجود پروتکشن یا د وجود مقاومت د کرونا وایرس په وړاندې دوه برابره زیاتوي.

د “ډهلي تلګراف” ورځ پاڼې د خپور شوي راپور په حواله ( فیز ون ) یا لمړی برخه کې پر داوطلبانو د واکسین د ازمایښت نه وروسته ولیدل شول چې د دوی په وینه کې په پوره اندازه ( ټی سیل) متحرک شوي دي او مدافعي سیستم پوره قوي شوي او د کورونا وایرس په وړاندي کاملاً ځان ساتلی شي.

د وجود په مدافعي سیستم یا ځان ساتنې سیستم کې( ټي سیل ) مهم رول یا دنده لري.

څيړنېز ټیم، راپور جوړونکي ته ویلي؛ لویه هېله ده، چې نور به انسانان د دغه وایرسه خوندي پاتي شي.

د څیړن ډلې مشر وايي، چې څیړنیز ټیم بېخي په سمه لار روان دی.

یاد مشر ویلي دوی تر اوسه یو مشخص تاریخ نشي ښودلی چې د تحقیق یا څیړنې پایلې رسمي کړي.

د څېړن ډلې مشر ويلي؛ د دوی خبرې اتري ،او ګډ کار د یوۀ لوی درمل جوړونکي کمپنۍ سره پر مخ رواني دي او کیدای شي چې د سپتمبر د میاشتي تر پایه دا واکسین بازار ته وړاندي شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ