کرونا؛ هیواد کي د ویروس مثبتي پېښي تر ۲۲ زرو هم واوښتې

خبریال: فضل الله فضلي
په افغانستان کي په کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ یا کرونا ویروس باندي د اخته سوو کسانو شمېر تر ۲۲ زرو هم واوښت او اوس مهال ټولي ثبتي سوي مثبتي پېښي ۲۲۱۴۲ دي.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کي ۶۸۳ مثبتي پېښي ثبت سوي دي، چي تر ټولو ډېري یې بیا هم پلازمېنه کابل کي دي.
د تازه ثبت سوو شمېرو ترڅنګ ۲۱ تنو بیا خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۲۴ تنه بیا روغ سوي دي.
نوي مثبتي پېښي کابل ۳۹۳ ، هرات ۹۶، ننګرهار ۹۵، نیمروز ۲۵، کنړ ۱۸، کندهار ۱۳، فراه ۱۲، ارزګان ۷، بادغیس ۶، کندز ۶،  زابل ۴، بدخشان ۴ او پروان بیا ۳ مثبتي پېښي لري.

لدې سره په ټول هیواد کي ۲۲۱۴۲ تنه په ویروس ککړ سوي، ۳۰۱۳ تنه ځني روغ سوي، خو ۴۰۵ تنه بیا له ویروسه مړه سوي دي.
تېره ورځ د عامي روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح رسنیو ته وویل چي په کابل کي تر رسمي ثبت سوي شمېر اصلي شمېر ډېر لوړ دئ او د وړاندویني له مخي تر یو مېلیون ډېر خلګ یوازي په کابل کي په ویروس اخته سوي دي.

بلخوا بیا د وزارت نوي ټاکل سوي وزیر جواد عثماني وویل چي د ویروس سره په مبارزه کي له نویو تګلارو څخه کار اخلم، ترڅو کرونا وبا په هیواد کي کمزوره سي.
په افغانستان کي تراوسه تر ۵۰ زرو ډېر د کرونا وبا معاینې سوي دي.
د کرونا ویروس له امله په هیواد کي تر ۶۰ کلنۍ ډېر خلګ اغېزمن سوي او مړه سوي دي، خو له دې عمره د کښته ناروغانو د روغتیا سلنه ډېره ده.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.