نړۍ او کرونا؛ د ویروس مثبتي پېښي په هیواد کي ۱۵ زره ته رسیږي او نړۍ کي له ۶ میلیونو واوښتې

خبریال: فضل الله فضلي
په افغانستان کي د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ مثبتي پېښي ۱۴۵۲۵ دي او د ورځني شمېر سره سم به نن هم تر۵۰۰ ډېرو مثبتو پېښو د ثبت خبر ورکول سي.
همداراز له ویروسه ۱۳۰۳ تنه روغ سوي او ۲۴۹ کسه بیا ځني مړه سوي دي.
تېره ورځ په ټول هیواد کي تر ټول وخت ډېري ۸۶۶ مثبتي پېښي ثبت سوي وې.

بلخوا د عامي روغتیا وزارت ویلي چي د کندهاري طبیب حکیم الکوزي لخوا د کرونا ضد درملو ارزونه کوي او نتیجه به یې د خلګو سره شریکه کړي.
حکیم الکوزي په وار وار روغتیايي چارواکو ته ویلي چي د کرونا ناروغان په خپلو جوړ سوو درملو سره په ضمانت رغوي.
د نړۍ په لراوبر کي بیا په کرونا ویروس د اخته سوو کسانو شمېر تر ۶ میلیونو واوښتئ.
همداراز بیا په ټوله نړۍ کي له ویروسه نږدې ۳ لکه ۷۰ زره کسان مړه سوي او تر ۲،۵ میلیونو ډېري بیا روغ سوي دي.

دا معلومات تائید سوي او د امریکايي جان هاپکنز پوهنتون دي.
اوس مهال په ټوله نړۍ کي د کرونا ویروس د خپرېدو مرکز برازیل هیواد دئ او د ورځنیو پېښو شمېر تر ۳۰ زرو اوړي.
پدې هیواد کي نږدې ۵ لکه کسان په کرونا ویروس اخته سوي، تر ۲ لکه ډېر ځني روغ سوي او نږدې ۲۹ زره بیا ځني مړه سوي دي.
بلخوا په امریکايي کي تېره ورځ بیا تر ۲۰ زره ډېري مثبتي پېښي ثبت سوي دي.
په نړۍ کي تر ټولو ځپل سوئ هیواد امریکا دئ، چي په ویروس یې د اخته سوو کسانو شمېر تر ۱،۸ میلیونو واوښتئ.

د مړو سوو کسانو شمېر یې ۱۰۵ زره دئ او روغ سوي کسان يې تر ۵۳۵ زره ډېر دي.
بلخوا جنوبي کوریا چي د ویروس سره په مبارزه کي بریالی هیواد یادیږي، تېرو دوو ورځو کي یې تر ۲۰۰ نوي پېښي ثبت کړي او بیا پرانیستل سوي ښوونځي یې بیرته تړلي دي.
پدې هیواد کي نږدې ۱۱ نیم زره کسان په ویروس اخته سوي، چي تر ۲۶۹ مړي او تر ۱۰ زرو ډېر روغ سوي لري.
بلخوا په روسیه کي چي د ویروس لرونکو دریم هیواد دئ، مثبتي پېښي ۴ لکو ته رسیږي.

د ویروس ورځنی شمېر یې تر ۹ زرو رسیږي.
پدې هیواد کي تر ۴۵۵۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او تر ۱۶۷ زرو ډېر روغ سوي دي.
په اروپايي هیواد هسپانیا کي د ویروس مثبتي پېښي ډېري کمي سوي، ترڅنګ یې د اروپا په نورو تر ټولو ځپل سوو هیوادونو ایټالیا، فرانسه، جرمني او برېتانیا کي هم د ویروس مثبتي پېښي کمي سوي دي.
په اروپا کي کرار کرار بیا کاروبارونه پرانیستل کیږي، خو له ډېره احتیاطه کار اخلي ترڅو د ویروس دوهمه څپه ور باندي رانسي.

هند بلاخره تر ترکیې هم لوړ او د نړۍ ۹ هیواد سو، چي مثبتي پېښي یې ۱۸۲ زرو ته رسیږي.
پدې هیواد کي تېره ورځ تر ۸۰۰۰ ډېري مثبتي پېښي ثبت سوي دي.
ترکیه کي بیا وځنۍ پېښي تر ۱۰۰۰ کمي سوي، چي په ویروس د اخته سوو کسانو شمېر یې تر ۱۶۳ زرو ډېر دئ او تر ۴۵۰۰ تنو ډېر پکښي مړه سوي دي.
ایران کي لاهم ویروس په خپل اوج کي دئ او هره ورځ پکښي تر ۲ زره ډېري مثبتي پېښي ثبتیږي، خو تازه یې د حکومت تر اعلان وروسته یوازي عبادت ځایونه پرانیستل سوي او له ډېره احتیاطه کار اخیستل کیږي.

په چین کي بیا ۲ نوري مثبتي پېښي ثبت سوي دي.
دا په داسي حال کي ده، چي حکومت یې پدې هیواد کي ویروس په بشپړ ډول کنټرول کړ او پکښي کاروبارونه او تعلیمي ځایونه بیرته پرانیستل سول.
د کرونا ویروس لومړی په چین کي راښکاره او بیا ټولي نړۍ ته انتقال او خپور سو.
بلخوا په پاکستان کي د کرونا ویروس مثبتي پېښي ۷۰ زرو ته رسیږي.
مړه سوي کسان یې ۱۵ سوه ته رسیږي او روغ سوي یې تر ۱۵ زره اوړي.

په اروپا کي ویروس له خپله اوجه لوېدلی، خو امریکا او آسیا کي لاهم مثبتي پېښي ډېري ثبتیږي.
بلخوا په افریقا کي د ویروس مثبتي پېښي نږدې ۱۴۴ زره دي.
پدې لویه وچه کي د ویروس له امله د مړو سوو کسانو شمېر تر ۴۰۰۰ واوښت او روغ سوي یې ۶۱ زرو ته رسیږي.
د روغتیا نړیوال سازمان او په ټوله کي نړیوال دا اندېښنه لري، چي که په افریقا کي د ویروس د خپرېدو مخه ونه نیول سي، نو هلته به یو بشري ناورین رامنځ ته سي، دا ځکه چي د اکثریت افریقايي هیوادونو اقتصادي حالت ډېر زیات کمزوره دئ.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




خلیلزاد: وروستی تاوتریخوالی وحشتناک و، طالبان دې دایمي اوربند وکړي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د اوربند د اعلان هرکلی کړی دی. نوموړي په تازه څرګندونو کې ویلي په افغانستان کې د تاوتریخوالي وروستۍ کچه وحشتناکه ... نور ولولئ