نړۍ او کرونا؛ په امریکا کي د ویروس له امله د مړو شمېر تر یو لک واوښت

خبریال: فضل الله فضلي
په نړۍ کي په کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ د اخته سوو کسانو شمېر ۶ میلیونو ته رسیږي او اوس مهال تر ۵،۷ میلیونو ډېر خلګ په ویروس اخته سوي دي.
همداراز ویروس د نړۍ په لراوبر کي تر ۳۵۶ زره ډېر خلګ مړه کړي او تر ۲۳ لکو ډېر بیا ځني روغ سوي دي.
په کرونا ویروس اوس مهال په نړۍ کي نږدې ۳ میلیونه خلګ لاهم په اخته دي.
اوس مهال په نړۍ کي د ویروس د ورځنیو پېښو د ثبت شمېر تر یو لک ډېر سوی او هر ورځ په دغه شمېر پېښي لري.

تر ټولو ډېري ورځنۍ پېښي اوس مهال د لاتیني امریکا برازیل هیواد لري، چي پکښي قرنطین او ګرځبندیزونه ډېر زیات کم دي او دا ویروس ځکه هلته دومره چټک خپور سو.
همداراز برازیل د نړۍ دوهم هیواد سو، چي د ویروس مثبتي پېښي یې تر ۴ لکو واوښتې، چي دا پېښي نږدې په دوو میاشتو کي ثبت سوي دي.
هلته د ویروس له امله تر ۲۶ زرو پوري مړه سوي او تر ۱۶۶ زرو پوري بیا روغ سوي دي.
پدې هیواد کي حالت زیات کړکېچن دئ او د نړۍ تر ټولو ډېري ورځنۍ ۲۲ زرو پوري مثبتي پېښي ثبتیږي.

بلخوا د امریکا په متحده آیالاتو کي د ویروس ورځنۍ پېښي ۲۰ زرو ته راکښته سوي دي.
امریکا د کرونا ویروس تر ټولو ځپل سوی هیواد دئ، چي په ویروس د اخته سوو کسانو شمېر یې ۱،۸ میلیونو ته رسیږي.
ویروس هلته تر یو لک ډېر کسان مړه کړي او نږدې ۵ لکه ځني روغ سوي دي.
بلخوا په دریم هیواد روسیه کي د ویروس مثبتي پېښي ۳۸۰ زرو ته رسیږي.
ویروس چي په روسیه کي هم په نږدې دوو میاشتو کي چټک خپور سو، لایې د مړو شمېر نورو ځپل سوو هیوادونو ته ډېر کم نږدې ۴۲۰۰ تنه دئ.

پدې هیواد کي بیا د روغ سوو کسانو شمېر ۱۵۱ زرو ته رسیږي.
بلخوا جنوبي کوریا اعلان کړی وو، چي پدې هیواد کي د ویروس مثبتي پېښي بیخي پر ورکېدو دي او په دې وروستیو ورځو کي یې آن ښوونځی هم پرانیستل سوې، خو له دوو میاشتو راهسي نن پکښي تر ټولو ډېري ۷۹ تازه پېښي ثبت سوي دي.
دا هیواد تر افغانستان وروسته تر ۱۱ زره ډېري مثبتي پېښي لري او له همدې امله نړیوالو وستایه چي حکومت یې په خپل هیواد کي د کرونا ویروس د خپرېدو مخه ونیول.
د نړۍ په بله برخه اروپا کي د ویروس ورځني پېښي ۸ زرو ته راکښته سوي، چي یوازنی هیواد یې برېتانیا دئ، چي تېره ورځ یې تر ۲ زره ډېري مثبتي پېښي لرلې.

اروپا کي ورځ په ورځ د ویروس نوي پېښي کمیږي او هلته کرار کرار کاروبارونه ته د بیرته پرانیستل کېدو اجازه ورکول کیږي.
له اروپا وروسته آسیا کي د ویروس ورځنۍ مثبتي پېښي ۳۰ زرو ته رسیږي، چي تر روسیې وروسته تر ټولو ډېري یې په هند کي دي.
هند اوس مهال تر ۷ زره ډېري ورځنۍ پېښي لري، وروسته ایران تر ۲ زرو ډېري، ترکیه، سعودي عرب، پاکستان، قطر او بنګله دېش تر زرو ډېري پېښي لري.
پاکستان کي د ویروس مثبتي پېښي تر ۶۱ زرو ډېري سوې او نن پکښي تر ټولو ډېري ۲۰۰۰ مثبتي پېښي ثبت سوي دي.

پدې هیواد کي ویروس نږدې ۱۳۰۰ کسان مړه کړي او تر ۲۰ زرو پوري ځني روغ سوي دي.
هند بیا په ۱۵۸ زرو کسانو کي ۴۵۰۰ مړي او نږدې ۶۸ زره روغ سوي لري.
ایران بیا په ۱۴۳ زرو کي تر ۸ زرو پوري مړي او نږدې ۱۳ زره روغ سوي لري.
د کرونا ویروس له امله تر ټولو لږ ځپل سوې وچه بیا افریقا ده.

په افریقا کي د ویروس مثبتي پېښي تر ۱۲۶ زرو اوښتي او مړي یې ۴ زرو ته نږدې سوي دي.
هلته بیا د روغ سوو کسانو شمېر ۵۳ زره دئ.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.




وروستي مطالب