نړۍ او کرونا؛ برازیل دریم هیواد سو او مثبتي پېښي یې ۳ لکو ته رسیږي

خبریال: فضل الله فضلي
په ټوله نړۍ کي لاهم د کرونا وبا یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ مثبتي پېښي ډېریږي او د ورځي تر ۹۰ زرو پوري کسان په ویرس اخته ثبتیږي او دا شمېر لا پر لوړېدو دئ.
خو د ویروس تر ټولو ډېري مثبتي پېښي چي له لسو زرو اوړي، د ګوتو په شمېر هیوادو کي ثبتیږي او اروپا چي لوی هیوادونه یې سخت وځپل سول، نوي پېښي پکښي کمي سوي دي.
اوس مهال په ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۵ میلیونو واوښت، چي له جملې یې ۳۳۰ زرو تنو څخه ډېر مړه سوي او څه باندي ۲ لکه خلګ ځني روغ سوي دي.

امریکا د ویروس تر ټولو ډېري مثبتي پېښي لري، چي اوس هم هره ورځ پکښي تر ۲۲ زرو ډېري مثبتي پېښي ثبتیږي.
دا هیواد د کرونا وبا مړي هم ډېر لري او پکښي تر ۹۴ زرو پوري کسانو ژوند له لاسه ورکړئ دئ، خو روغ سوي یې تر ۳۷۰ زرو پوري دي.
دوهم هیواد بیا روسیه دئ، چي د ویروس مثبتي ورځنۍ پېښي یې تر ۸ زرو ډېريږي.
هلته د کوایډ ۱۹ ناروغۍ مثبتي پېښي تر ۳ لکو ډېري سوي او مړي یې له ۳ زرو واوښتل.

روغ سوي کسان یې بیا ۹۳ زرو ته رسیږي.
برازیل بیا د ویروس لرونکو هیوادونو په قطار کي دریم ځای ته راپورته سو، دا ځکه چي پدې هیواد کي قرنطین او ګرځبندیزونه پر نه شتون حساب دي.
په برازیل کي تېره ورځ تر ۲۲ زرو پوري مثبتي پېښي ثبت سوي وې، چي اوس هلته ټولي مثبتي پېښي ۲۹۳ زرو ته رسیږي.
پدې هیواد کي تر ۱۱۶ زرو پوري خلګ روغ سوي او تر ۱۸ زرو پوري مړه سوي دي.

بلخوا بیا په ځپل سوو اروپايي هیوادونو کي د ویروس پرونۍ پېښي کمي ثبت سوي او نن هم پکښي پېښي کمي دي.
په هسپانیا، ایټالیا، برېتانیا، جرمني او فرانسه هیوادونو کي د پرون ورځي پېښي تر ۸ سوو پوري ثبت سوي وې، چي تر ټولو ډېري یې په فرانسه کي وې.
اروپا کي په ویروس تر ۱،۵ میلیونو تنو پوري په اخته سوي، چي ۱۶۵ زرو تنو پوري یې مړه سوي او تر ۸ لکو ډېر روغ ځني سوي دي.
په نړۍ کي اوس څلورم هیواد هند دئ، چي د ویروس ورځنۍ مثبتي پېښي ډېري تر ۶ زرو پوري لري.
نن هم په هند کي تر ۳ زرو ډېري مثبتي پېښي ثبت سوي دي.

په آسیا کي له روسیې وروسته هند ډېري مثبتي پېښي او وروسته، ایران، سعودي عرب، پاکستان، قطر، بنګله دېش او ترکیه هیوادونه لري.
له روسيې، ترکیې او ایران وروسته په هند کي د ویروس مثبتي پېښي له یو لک او ۱۰ زرو ډېري سوې.
پدې هیواد کي تر ۴۶ زرو پوري خلګ روغ سوي او تر ۳۴۰۰ ډېر مړه سوي دي.
بلخوا بیا پاکستان کي روغتیايي چارواکي وايي چي ډېر ژر به پدې هیواد کي مثبتي پېښي ۵۰ زرو ته ورسیږي، چي اوس هلته تر ۴۵ زره ډېر کسان په ویروس اخته سوي دي.
پدې هیواد کي تر ۱۳ زرو پوري خلګ روغ سوي او تر ۹۰۰ ډېر مړه سوي دي.

پاکستان کي کرونا ویروس مقبوظه سیمه خیبر پښتونخوا ډېره ځپلې ده.
د نړۍ په بل اړخ افریقا کي لاهم د ویروس مثبتي پېښي تر ۳ زرو ډېري ثبتیږي.
په افریقايي هیوادونونو کي د ویروس مثبتي پېښي ۹۷ زرو ته رسیږي او پکښي مړه سوي کسان یې تر ۳ زره واوښتل.
همداراز بیا پکښي د روغ سوو کسانو شمېر څه باندي ۳۹ زره دئ.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د نوي تړون په اساس نیمار ته د ورځې یو لک ډالر ورکول کیږي

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د برازیل هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او د فرانسوي کلب پاریسن جرمېن تکړه او نامتو بریدګر لوبغاړي نیمار د پاریسن جرمېن لوبډلې سره تېره شنبه تر ۲۰۲۵م کال پوري تړون وکړ او اوس به ... نور ولولئ