کرونا؛ په هیواد کي په یوه ورځ تر ۴۰۰ ډېري مثبتي پېښي او ۱۷ تنه مړه سوي

خبریال: فضل الله فضلي
د عامي روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح رسنیو ته ویلي چي په هیواد کي د کرونا ویروس نوي مثبتي پېښي ۴۱۴ دي او مړي ۱۷ تنه دي.
دا په هیواد کي په یوه ورځ په کرونا ویروس د اخته کېدونکو او مړه کېدونکو کسانو تر ټولو لوړ شمېر دئ.
همداراز بیا له ویروسه ۵۴ تنه روغ سوي هم دي.
پدې سره په ټول هیواد کي په کرونا ویروس د اخته سوو کسانو شمېر ۶۰۵۳ تنو ته لوړ سو، چي په درو ورځو کي تر ۱۰۰۰ پوري مثبتي پېښي ثبت سوي دي.
نوي پېښي تر ټولو ډېري کابل کي ۱۶۲، هرات کي ۱۳۲، بلخ ۲۶، سمنګان ۱۹، کندهار ۱۳، پکتیا ۱۲، جوزجان ۹، لغمان ۸، فاریاب ۶، زابل ۵، کندز۵، پکتیکا ۴، خوست ۳، بدخشان ۳، کاپیسا ۲، غزني ۲، دایکندي، سرپل او هلمند بیا یوه یوه مثبته پېښه لري.

په هرات کي په ویروس د اخته سوو له جملې ۸۸ نارینه او ۴۴ یې ښځي دي، چي له کابل وروسته دوهم ولایت دئ، چي تر ۱۰۰۰ یې مثبتي پېښي ډېریږي.
په هیواد کي له اخته سوو ۶۰۵۳ تنو یې ۱۵۳ مړه سوي او ۷۴۵ تنه بیا روغ سوي دي.
اوس مهال په هیواد کي په ویروس اخته کسان له ۵۱۵۰ تنو ډېري دي.
د کرونا ویروس مثبتي پېښي د هیواد په ټولو ۳۴ ولایتونو کي ثبت سوي دي.
کابل، هرات، بلخ، ننګرهار او کندهار د هیواد هغه لوی ښارونه دي، چي د قرنطین سر بېره یې مثبتي پېښي په ټول هیواد کي تر نورو ټولو ولایتونو ډېري دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.