فبروري 25, 2021

کرونا؛ د هیواد په ۴ ولایتونو کي ګرځبندیزونه نرم سوي

خبریال: فضل الله فضلي
په افغانستان کي د کرونا ویروس مثبتي پېښي ۴۴۰۲ ته لوړي سوې، چي دا پېښي په ټولو ۳۴ ولایتونو کي ثبت سوي دي.
د عامي روغتیا وزارت د معلوماتو له مخي چي تراوسه له ویروسه ۱۲۰ تنه مړه سوي او ۵۵۸ تنه روغ سوي دي.
نوي پېښي تر ټولو ورځو ډېري ۳۶۱ دي، چي په کابل، هرات، کندهار، بلخ، پکتیا، غزني، ننګرهار، لغمان، فراه، هلمند، بغلان، وردک، سمنګان، جوزجان، پنجشېر، پکتیکا، زابل، پروان، کنړ، بدخشان او سرپل ولایتونوکي ثبت سوي دي.
ددې ټولو سره سره د ننګرهار، لغمان، بلخ او کندوز ولایتي چارواکو ګرځبندیزونه نرم کړي دي.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وايي چي قرنطین په بشپړ ډول له منځه نه دئ تللئ او د ګرځبندیزونو نرمول يې د خلګو د بدحالت په خاطر کړدي دي.
بلخ ولایت بیا د هیواد په سطحه څلورم ولایت دئ، چي د ویروس ډېري مثبتي پېښي لري، خو تازه پېښي پکښي کمي سوي دي.
په کابل کي د کرونا ویروس مثبتي پېښي له زرو واوښتې او هرات ولایت کي ۹۰۰ مثبتو پېښو ته رسیږي او لاهم پکښي ګرځبندیز روان دئ.
په دواړو لويو ښارونو کي سلګونه تنه له ویروسه رغېدلي هم دي او تر ۳۷ تنو پوري مړي لري.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*