مارچ 8, 2021

نړۍ او کرونا؛ په ویروس د اخته سوو کسانو شمېر ۴ میلیونه ته رسیږي

Advertisements

خبریال: فضل الله فضلي
د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ مثبتي پېښي له امریکا او اروپا وروسته په آسیا کي یو ځل بیا ډېري سوي دي.
دا ویروس چي لومړی ځل په آسیايي هیواد چین کي راپیدا سو، وروسته امریکا او اروپا لویو وچو ته انتقال سو او هلته ډېر ژر خپور سو او په میلیونونو کسان ورباندي اخته سول.
له دوو اونیو راهسي د ویروس مثبتي پېښي یوځل بیا په آسیا کي ډېري سوي دي.
داځل په روسیه، سعودي عرب، انډیا او پاکستان کي د ویروس ورځنۍ پېښي ډېري سوي دي.

روسیه له فرانسیې، جرمني، ترکيې، ایران او چین څخه ډېر وړاندي او د نړۍ پنځم هیواد سو، چي د کرونا مثبتي پېښي يې ۲ لکو ته رسیږي.
خو ویروس په روسیه کي تر بل هر ډېر ځپل سوي هیواد ډېر لږ کسان ۱۷۲۳ تنه مړه کړي دي.
بلخوا په هند او پاکستان کي د ویروس مثبتي ورځنۍ پېښي له ۴ ورځو راهسي ډېري سوي دي.
هند کي د ورځي له ۳ زرو ډېري پېښي ثبتیږي، چي په ویروس د اخته سوو کسانو شمېر ۶۰ زرو ته رسیږي او ۱۹۸۵ تنه یې مړه کړي دي.

پاکستان کي بیا د ویروس ورځنۍ پېښي تر ۱۵ سوه اوښتي، چي په ویروس اخته سوي کسان ۲۷ زرو ته رسیږي او ۶۰۰ تنه ځیني مړه سوي دي.
کرونا ویروس په پاکستان کي مقبوضه خیبر پښتونخوا ډېره ځپلې ده.
ترکیه، ایران او سعودي عرب کي لاهم هره ورځ تر ۱۶ سوه ډېري مثبتي پېښي لري.
ترکیه له ۱۳۵ زرو تنو څخه ۳۹۰۰ مړي، ایران له ۱۰۵ زرو تنو څخه ۶۵۰۰ مړي او سعودي عرب بیا له ۳۵ زرو تنو څخه ۲۹۹ مړي لري.
تېره ورځ په چین کي ۲ او جنوبي کوریا کي ۴ مثبتي پېښي ثبت سوي دي.

امریکا کي لاهم د ورځي د مثبتو پېښو شمېر له ۲۵ زرو څخه اوړي.
امریکا د نړۍ تر بل هر هیواد ځپل سوئ دئ، چي په ویروس د اخته سوو کسانو شمېر یې له ۱،۳ میلیونو څخه واوښتئ.
مړي یې هم تربل هر هیواد ډېر ۷۷۷۳۴ تنه دي.
بلخوا په اروپايي تر ټولو ځپل سوو هیوادونو فرانسه، جرمنی، ایټالیا، برېتانیا او هسپانیا کي بیا د ویروس ورځنۍ پېښي له یوې اونۍ راهسي د پام وړ کمي سوي دي.

د اروپا لومړی هسپانیا او دوهم ایټالیا تر ټولو ځپل سوي هیوادونه دي، چي ویروس پکښي تر ۶۰ زرو تنو پوري مړه کړي او له ۴ لکو ډېر کسان پکښي اخته سوي دي.
د اروپا په یادو ۵ لویو هیوادونو کي د کرونا ویروس د پېښو د کمښت سره سم حکومتونو ګرځبندیزونه نرم کړي او کاروبارونه ته یې د بیا پیلیدو اجازه ورکوي.
بلخوا بیا په برازیل کي هم د ویروس مثبتي پېښي په زیاته اندازه په ډېرېدو دي.
هلته پېښي له ۱۴۰ زرو ډېري سوي او ویروس تر ۱۰ زرو پوري خلګ مړه کړي دي.

تېره ورځ پکښي د مړو تر ټولو لوی شمېر ۶۰۰ تنه ثبت سو او دا په داسي حال کي ده، چي پدې هیواد کي قرنطین او ګرځبندیزونه نسته.
اوس مهال په نړۍ کي په ویروس د اخته سوو کسانو شمېر ۴ میلیونه ته رسیږي.
مړه سوي کسان یې تر ۲۷۴ زرو ډېر سوي او روغ سوي یې ۱،۴ میلیونه ته رسیږي.
 
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




نادري: د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث لاندې دي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

Advertisements افغان مذاکراتي پلاوی وایي د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث او څېړنو لاندې دي. د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي نادر نادري تازه په خپلو څرګندونو کې دا تایید کړې چې خلیلزاد ورسره ... نور ولولئ