مارچ 4, 2021

کرونا؛ په افغانستان کي يې شمېر ۱۲۰ ته پورته سو

خبریال: فضل الله فضلي
د عامي روغتيا وزارت د معلوماتو پر اساس چي نن په هیواد کي د کوایډ ۱۹ یا کرونا ویروس درې نوري مثبتي پېښي ثبت سوي دي.
له دې پېښو دوې یې په هرات او یوه یې په نیمروز ولایت کي ثبت سوې.
نن د عامي روغتیا وزیر فيروزالدین فيروز ننګرهار ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د کرونا ویروس د تشخیص لپاره د یو مرکز پرانستنه وکړه.
پدې تشخیصیه کلینیک به د هیواد د ختيځو ولایتونو څخه د کرونا ویروس د معایناتو څېړنه کيږي.

همداراز ښاغلي فیروز وویل چي په هیواد کي د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره کافي بودیجه لاهم په اختیار کي نه لري.
په هیواد کي د کرونا ویروس له امله تراوسه ۴ نفره مړه سوي او ۵ نور ځیني رغېدلي دي.
تردې مهاله د هیواد له ۱۴ ولایتونو څخه د کرونا ویروس د مثبتو پېښو د ثبت راپورونه ورکول سوي دي.
تر ټولو ډېري پېښي په هرات کي ۹۳ او بلخ کي ۱۱ ثبت سوي دي.
کابل، سمنګان، نیمروز، فراه، زابل، غور، بادغیس، کندهار، غزنی، کاپيسا، لغمان او لوګر هغه ولایتونه دي چي د کرونا ویروس پېښي پکښي ثبت سوي دي.
د ویروس د زیاتوالي سره سم هرات ولایت قرنطین سوئ دئ.

همداراز په کابل، کندهار، ننګرهار، بلخ، هلمند، کاپيسا او نورستان ولایتونو کي بندیزونه پیل سوي او په فراه او نیمروز ولایتونو کي نسبتاً سخت بندیزونه لګېدلي دي.
د یادو ۱۴ لایتونو ترڅنګ د هیواد په نورو برخو کي د کرونا سره د مبارزې لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونه د حکومت ترڅنګ عامو خلګو هم په لاره اچولي او له دې ویروس سره په مبارزه کي یې مختلف فعالیتونه هم پلي کړي دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




فوټبال؛ د نړۍ نامتو لوبغاړي رونالډو یو بل ریکارډ هم په خپل نوم کړ

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د پرتګال هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او یوونټوس کلب نامتو لوبغاړي کریسټیانو رونالډو په نړۍ کې یوازینی لوبغاړی شو، چې د فوټبال په ۱۲ پرلپسې پړاونو کې شل ګولوهني ترسره ... نور ولولئ