مارچ 5, 2021

کرونا او نړۍ؛ نن ترکیه کي تر ۱۷ سوه ډېري پېښي ثبت سوي

خبریال: فضل الله فضلي
کرونا نن او پرون تر ۵ زرو ډېر کسان وژلي او تر یو لک ډېر په اخته سوي دي.
تېره ورځ په ټوله نړۍ کي د کرونا ویروس نوي پېښي تر ۶۰ زره ډېري ثبت سوي وې او د مړو شمېر یې تر ۳ زره تنه ډېر وو.
نن هم تر ۴۱ زره نوي پېښي ثبت سوي او تر ۲ زره تنه ډېر یې مړه کړي دي.
نن تر ټولو ډېر مړي ایټالیا، امریکا، انګلینډ او هسپانیا لري.
امریکا کي د کرونا ویروس شمېر تر ۱۱۶ زرو ډېر سو، هلته ویروس ۱۸۷۳ تنه مړه کړي او ۳۲۱۹ تنه ځیني روغ سوي دي.
تر ټولو ډېره مړینه ایټالیا لري.
پدې هیواد کي تر ۹۲ زرو تنو ډېر په اخته سوي او تر ۱۰زره ډېر مړه سوي دي.

همداراز د یادو هیوادونو ترڅنګ نن په جرمني، هسپانیا، انګلینډ، ایران، فرانسه، بیلجیم، سکاټلینډ ترکیه او یو شمېر نورو کي زرګونه پېښي ثبت سوي دي.
لدې جملې په آسیايي هیواد ترکیه کي د نن شمېره ډېره لوړه وه.
هلته نن تر ۱۷ سوه تنه ډېر په اخته سوي، چي پدې سره په ترکیه کي د اخته کسانو تر ۷۴۰۰ تنو ډېر سو او په ټولو کي ۱۰۸ نفره مړه سوي دي.
په نړۍ کي اوس په کرونا تر ۴۶۸ زرو تنو ډېر په اخته دي.
له ټولو ۶۳۷ زرو تنو څخه یې ۱۳۹ زره تنه روغ سوي او تر ۲۹ زرو تنو ډېر مړه سوي دي.
بلخوا ملګرو ملتونو او روغتیايي سازمانونو په سوریه کي د کرونا د خپرېدو له امله وېره لري، چي هلته کېدای سي په زرګونه انسانان ډېر ژر په اخته سي.

دوی هلته د جګړې څخه د سوريايي کډوالو یو کمپ ته اندېښمن دي او وايي که کرونا ویروس هلته خپور سو، نو بشري ناورین به رامنځته کړي.
م.م وايي چي هلته باید روغتیايي وسایل چي څونه ژر کیږي، باید ورسیږي.
بلخوا د امریکا حکومت د کرونا سره په مبارزه کي ۲،۲ ترېلیونه ډالره مرسته بېله کړه.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي