Advertisements
اقتصاد کرونا له نړۍ نړۍ

نړۍ او کرونا؛ امریکا کي هري درې ورځي دوه چنده پېښي ثبتیږي

خبریال: فضل الله فضلي

د نن ورځي پېښي؛

تر دې مهاله په نړۍ کي په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۲۰ زرو واوښتئ او ۸۸۷ تنه يې وژلي دي.

تېره ورځ امریکا کي تر ۱۳ زره ډېري نوي پېښي ثبت سوي وې، ځو نن ورځ په دې هیواد کي ۶۰۳ نوي قضيې ثبت سوي دي، چي ټوله شمېره یې تر ۶۹ زرو پوري رسیږي.

امریکا په کرونا ککړ دریم هیواد دئ او خلګ یې دومره ناهیلي او وېريدلي دي، چي کېدای سي، امریکا د نړۍ په کرونا ویروس دوهم ککړ هیواد وبلل سي.

بلخوا خوا بیا ډونالډ ټرمپ د امریکا د پارلمان سره دې پریکړي ته رسېدلی، چي د هیواد د اقتصادي حالت د خرابېدو څخه د مخنیوي لپاره ۳ ترېیلیونه ډالره برابر کړي.

اوس مهال د ټرمپ ټوله تمرکز په امریکا کي پر کرونا نه بلکه پر اقتصادي حالت دئ.

هغه ویلي وه، چي د اپرېل پر ۱۲مه به بیرته کاروباورنه پیل کړي، خو خلګو ورسره سخت مخالفت ښودلئ دئ.

بلخوا په ایټالیا کي د کرونا شمېر د چین ۸۱ زره شمېر ته نږدې سوئ.

په ایټالیا کي د کرونا ویروس شمېره تر ۷۴ زره واوښتل، چي تېره ورځ پکښي ۵ زره نوي پېښي او کېدای سي نن هم په دغه شمېر کي نوي پېښي ثبت سوي وي.

هلته د روغتیايي حالت د خرابوالي له امله پر وخت ارقام نه ښودل کیږي.

دا هیواد تر اوسه ۷۵۰۰ مړي لري او روغ سوي یې ۹۳۰۰ تنه دي.

بلخوا په جرمني کي نن ۳ زره او ایران کي تر ۲ زره ډېري نوي پېښي ثبت سوي دي.

فرانسه کي تېره ورځ ۳ زره او انګلینډ کي ۱۴۰۰ پېښي ثبت سوي وې، خو د نن شمېره لا کره نه ده معلومه.

په بیلجم او سکاټلینډ کي هم تر زرو ډېري نوي پېښي ثبت سوي دي.

نن تر ټولو ډېر په هسپانیا کي ۴۴۲ او ایران کي ۱۵۷ تنه کرونا وژلي دي.

په آسیايي هیواد هند کي د کرونا ویروس ځکه کنټرول سوئ، چي لومړي وزیر یې په دې هیواد کي سخت بندیزونه لګولي دي.

هلته په لویو ښارونو کي په بشپړ ډول سره ګرځبندیز پلي سوئ دئ.

په انډیا کي د کرونا پېښي ۷۱۶ دي او ۱۴ مړي لري.

بلخوا پاکستان کي د ویروس شمېر تر ۱۱ سوه واوښتئ، هلته هم حکومت پر ګرځېدلو بندیزونه لګوي دي.

تراوسه پدې هیواد کي اته تنه وژل سوي دي.

په تازه راپورونو کي راغلي، چي د چین په هوبي ولایت کي ټرانسپورټ په فعاله کېدو دئ او هلته یو شمېر اورګاډو تګ راتګ پیل کړئ دئ.

هوبي په چین کي د اوهان وروسته دوهم ولایت وو، چي کرونا سخت وځپئ.

د چین ځايي حکومت ویلي چي په نوې اونۍ کي به د وهان ولایت ترانسپورټ هم فعاله کړي.

وهان هغه ولایت دئ، چي لومړی ځل دا ویروس پکښي راښکاره سو او په زروګونه انسانان یې ښکار کړل.

دا پداسي حال کي ده، چي اوس هم په چین کي د ورځي تر ۳۰ ډېري نوي پېښي ثبتیږي.

په چین کي په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېره تر ۸۱ زرو اوښتې ده، چي پدې شمېر کي ۷۴ زره تنه روغ سوي او تر ۳۲۰۰ تنو پوري یې وژل سوي دي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

فضل الله فضلي

په کندهار کي د یاران ویب پاڼي لیکوال او ژورنالیست.

تبصره مو ولیکئ