مارچ 4, 2021

د کرونا ویروس وروستي جزیات؛ افغانستان کي یې شمېر ۴۰ ته ورسېد.

خبریال: فضل الله فضلي
د عامي روغتیا وزارت څخه په تازه راپورونو کي راغلي چي نن په هیواد کي د کرونا ویروس ۱۶ مثبتي پېښي ثبت سوي دي.
له دې جملې ۶ په هرات ولایت کي، ۲ زابل، ۲ فراه، ۲ کابل، ۱ غزني، ۱ بلخ، ۱ کندهار او یوه هم په غور ولایت کي ثبت سوې ده.
له دې سره په هیواد کي د کرونا ټولي مثبتي پېښي ۴۰ ته ورسېدئ، چي د ویروس له امله یو او لومړی تن نن په په بلخ ولایت ووژل سو.
همداراز د عامي روغتیا وزارت وايي چي د کرونا سلګونه مشکوکي قضيې لاهم تر لابراتواري معایناتو لاندي دي.

د نړۍ په سطحه نن د کرونا د نویو شمېرو کچه په بې ساري ډول لوړه وه، چي تراوسه ۳۲۶۰۰ نوي پېښي ثبت سوي او له امله له ۱۴ سوه تنه څخه ډېر وژل سوي دي.
اوس مهال په ټولي نړۍ کي له پخوا څخه برعکس ۲۱۶ زره قضيې رواني دي، چي ټوله شمېره تر ۳۳۷ زرو څخه واوښتل.
له ۳۳۷ زرو څخه ۹۷ زره تنه روغ سوي او ۱۴۴۴۱ تنه وژل سوي دي.
اوس مهال لومړی چین، ایټالیا دوهمه، امریکا دریمي ته نن راوختل، هسپانيا او جرمنی څلورم او پنځم او ایران ۶ ځای ته کښته سوئ دئ.
یوازي نن امریکا کي ۱۲۰۰۰ نوي پېښي ثبت سوي دي او ۹۴ مړي لري او بل تر ټولو بدتر هیواد ایټالیا دئ، چي نن پکښي د نویو پېښو شمېره ۵۵۰۰ وه او د مړو شمېره ۶۵۱ تنو ته لوړه سوې وه.

بلخوا په ایران کي نن ۱۰۲۸ نوي پېښي ثبت سوي او ۱۲۹ مړي لري.
د امریکا په شمول په اروپايي هیوادونو کي سخت بندیزونه لا دوام لري، خو دا بندیزونو کوم تاثیر د کرونا په کنټرول کي لا نه دئ کړئ.
بلخوا په هند کي حکومت د کرونا د نویو پېښو سره سم په لویو ښارونه کي سخت بندیزونه لګولي او ډېر ځایونه یې قرنطین کړي هم دي.
هلته د کرونا ټوله شمېره ۳۹۶ تنو ته رسېدلې ده.

بلخوا ددې ویروس د راپیدو کېدو په هیواد چین کي د هانګانګ ترڅنګ د ۴۶ نوي پېښي ثبت سوي او ۶ تنه مړي لري.
تېرو دوو ورځو کي چین هیڅ نوي پېښي نه لرلې.
چین حکومت د نړۍ د مختلفو هیوادونو سره د عاجلو مرستو اعلان کړی او هم یې ویلي اماده دئ، چي یو شمېر سخت ځپلو هیوادونو ته روغتیايي ډلي واستوي.

په ټویټر کي د چین یو تجار د امریکا سره د مرستي لپاره ځیګر هم ټکولئ دئ.
د الي بابا کمپنۍ چینايي مشر جک ما په خپل ټویټر کي د افغانستان په شمول د یو شمېر آسیاسي هیوادونو سره  د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د ۱۸ لکه ماسکونو، ۲۱۰ زره کرونا معلومولو آلو، زرګونو کرونا ضد یا روغتیایي جامو او یو شمېر نورو تخنیکي وسایلو د عاجلي مرستي اعلان هم کړئ دئ.

د کرونا د مخنیوي لاري:


 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




فوټبال؛ د نړۍ نامتو لوبغاړي رونالډو یو بل ریکارډ هم په خپل نوم کړ

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د پرتګال هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او یوونټوس کلب نامتو لوبغاړي کریسټیانو رونالډو په نړۍ کې یوازینی لوبغاړی شو، چې د فوټبال په ۱۲ پرلپسې پړاونو کې شل ګولوهني ترسره ... نور ولولئ