نړۍ او کرونا؛ پاکستان کي په یوه ورځ نږدې ۴ زره پېښي ثبت سوي

خبریال: فضل الله فضلي
د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ مثبتي پېښي په ټوله نړۍ کي نږدې ۶،۳ مېلیونو ته رسېدلي دي.
تراوسه له دې ویروسه تر ۲،۷ مېلیونه ډېر ناروغان روغ سوي او د مړو شمېر بیا ۳۷۶ زرو ته رسیږي.
اوس مهال د ویروس مثبتي ورځنۍ پېښي تربل هر وخت ډېري دي او له یو لک څخه اوړي.
په نړۍ کي تر ټولو ډېري پېښي اوس په امریکا، برازیل، روسیه، هند، پاکستان، ایران، بنګله دېش، پیرو او چیلي هیوادونو کي ثبتیږي.

نن په پاکستان کي نږدې ۴ زره مثبتي پېښي ثبت سوي او تېره ورځ یې ۳ زره مثبتي پېښي لرلې.
د نن شمېر په پاکستان کي تر بل هر وخت ډېري دئ او تر اوسه ویروسه په دې هیواد کي تر ۱۶۰۰ ډېر ناروغان مړه کړي او تر ۲۷ زرو ډېر بیا ځني روغ سوي دي.
په پاکستان کي مقبوظه سیمه خیبر پښتونخوا ویروس تر ټولو ځپلې ده.
بلخوا په هند کي د ویروس مثبتي پېښي ۲ لکو ته رسېدلي، چي تېره ورځ یې تر ۸ زرو پوري نوي پېښي لرلې.

ویروس په هند کي په میلیونونه کسان بې کاره کړي، له ۵ نیم زرو ډېر یې مړه کړي او نږدې ۹۶ زره ځني روغ سوي دي.
ایران کي بیا د ویروس مثبتي پېښي ډېري سوي او ورځنی شمېر یې نن او پرون تر ۳ زرو ډېر دئ.
پدې هیواد کي مثبتي پېښي پداسي مهال کي ډېریږي، چي څو ورځي وړاندي حکومت د بندیزونو په نرمولو سره لومړی عبادت ځایونه پرانیستل.
ویروس په ایران کي نږدې ۸ زره تنه مړه کړي او تر ۱۲۳ زرو پوري ځني روغ سوي دي.

د ویروس نوي پېښي په ترکیه کي د پام وړ کمي سوي، خو په نورو آسیايي هیوادونو قطر، بنګله دېش او سعودي عرب کي لاهم په زرګونه ثبتیږي.
لدې ټولو وړاندي تر ټولو ډېري پېښي په آسیا کي روسیه لري.
د نن مثبتي پېښي یې نږدې ۹ زره دي، چي ټولي مثبتي پېښي یې تر ۴۲۳ زرو واوښتې.
برازیل هیواد اوس مهال د کرونا ویروس د خپرېدو مرکز بلل کیږي او نن پکښي مثبتي پېښي ۱۵ زرو ته رسېدلي دي.
ټولي پېښي یې له نیم میلیونو اوښتي او ویروس پکښي تر اوسه له ۳۰ زرو ډېر کسان مړه کړي دي.

امریکا کي نن هم د ویروس مثبتي پېښي تر ۲۲ زرو پوري ثبت سوي دي.
امریکا بیا د نړۍ تر ټولو ځپل سوی هیواد دئ، چي پکښي په ویروس د اخته سوو کسانو شمېر یې تر ۱،۸ مېلیونو اوړي.
پدې هیواد کي ویروس نږدې ۱۰۷ زره تنه مړه کړي دي.
بلخوا په اروپا کي د ویروس مثبتي پېښي ورځ په ورځ کمیږي او اوس مهال پکښي تر ټولو ډېري ورځنۍ پېښي برېتانیا لري، چي ۱۵ سوو ته رسیږي.

په نورو ټولو ځپل سوو اروپايي هیوادونو کي د ویروس مثبتي پېښي سلګونو ته راکښته سوي دي او لاهم پکښي ګرځبندیزونه ورځ په ورځ نرمیږي.
افریقا کي بیا د ویروس مثبتي پېښي له یو نیم لکو واوښتې، چي سویلي افریقا او مصر یې تر ټولو ډېري پېښي لري.
د کرونا ویروس په افریقا کي تر ۴۳۰۰ تنه ډېر مړه کړي او نږدې ۶۶ زره بیا ځني روغ سوي دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




خلیلزاد: وروستی تاوتریخوالی وحشتناک و، طالبان دې دایمي اوربند وکړي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د اوربند د اعلان هرکلی کړی دی. نوموړي په تازه څرګندونو کې ویلي په افغانستان کې د تاوتریخوالي وروستۍ کچه وحشتناکه ... نور ولولئ