فبروري 26, 2021

نړۍ او کرونا؛ امریکا ادعا کوي، چي دلته مړي پر ډېرېدو دي

خبریال: فضل الله فضلي
په نړۍ کي په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر څه باندي یو میلیون ته رسیږي.
اوس مهال په اخته کسان له ۹۵۳ زرو تنو ډېر دي او په اخته سوي کسان له ۱۱ لکه او ۲۹ زره تنو اوړي، چي تر ۷۰ زرو ډېر مړه سوي او ۲۷۲ زره تنه ځیني رغېدلي دي.
وړمه ورځ ټولي نړۍ تر یو لک ډېري نوي مثبتي پېښي لرلې او پرون پکښي تر ۷۱ زره پوري نوي پېښي ثبت سوي دي.
نن هم (تراوسه) تر ۲۰ زور پوري نوي پېښي ثبت سوي، چي ښايي دا شمېره تر نوي ورځ پوري تر ۷۰ زرو واوړي.

د نویو معلوماتو پر اساس په ایټالیا او هسپانیا کي د ویروس تازه پېښي کمي سوي، خو په ترکیه کي ویروس په زیاته اندازه خپرېدونکئ دئ.
بلخوا امریکا ادعا کوي، چي هلته مړي ډېریږي او نیویارک د امریکا په سطحه د کرونا ویروس دریمه برخه مړي لري.
ولسمشر یې ویلي چي خلګ دي د مړو ډېرېدو ته امادګي ونیسي.
په جنوبي کوریا، چین، چاپان او یو شمېر نورو آسیايي هیوادونو کي دا ویروس کنټرول سوئ دئ.
په امریکا کي د حکومت د ادعا پر اساس ۳۳۹ زره تنه په ویروس اخته سوي او ۹۶۸۹ تنه مړه سوي، په هسپانیا کي ۱۲۵ زره په اخته سوي او ۱۳ زره مړه، ایټالیا کي ۱۲۸ زره په اخته سوي او تر ټولو ډېر ۱۵ زره مړه سوي، په ترکیه کي تر ۲۷ زره ډېر په اخته سوي او تر ۵۰۰ تنه ډېر مړه سوي دي.

په امریکا کي تر ۳ لکو او ایټالیا، هسپانیا او جرمني کي ټولي ثبت سوي پېښي تر یو-یو لک پېښو اوښتي دي.
په ایران کي هم ویروس تر یو حده کنټرول سوئ دئ، چي هلته ټول تر ۶۰ زرو تنو په اخته سوي دي.
اوس مهال په یاد هیواد کي په ویروس تر ۳۲ زرو تنو په اخته دي او تر ۲۷ سوه تنو ډېر مړه سوي دي.
د انګلینډ لومړی وزیر بوریس جانسن لا هم په روغتون کي په کرونا ویروس اخته بستر دئ او په هیواد کي د کرونا سره د مبارزې چاري ددې هیواد د بهرنیو چارو وزیر ترسره کوي.
کرونا ویروس یا کویډ ۱۹ د روغتیا نړیوال سازمان یو نړیواله وبا بللې او له ټولو هیوادونو یې غوښتي چي په رښتني ډول ددې ویروس پر وړاندي مبارزه او مخنیوي وکړي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*