مارچ 5, 2021

نړۍ او کرونا؛ افغانستان د قرنطین سربېره ۴ ورځو کي ۲۹۵ پېښي لري

خبریال: فضل الله فضلي
د عامي روغتیا وزارت په هیواد کي د کرونا ویروس د نن ۴۲ مثبتو پېښو خبر ورکړ، چي لدې سره په هیواد په ویروس د اخته سوو کسانو شمېر ۱۳۳۰ ته پورته سو.
پدې شمېر کي ۴۳ تنه مړه سوي او ۱۸۸ تنه له ویروسه روغ سوي دي.
د ویروس پېښي د هیواد په ۳۳ ولایتونو کي ثبت سوي، چي تر ټولو ډېري یې کابل، هرات او کندهار ولایتونو کي دي.

دا په داسي حال کي ده، چي د هیواد په لویو ښارونو کي بشپړ قرنطین روان دئ او په یو شمېر نورو ولایتونو کي هم یولړ بندیزونه پیل سوي دي.
اوس مهال په ټوله نړۍ کي په ویروس د اخته سوو کسانو شمېر تر ۲،۷ میلیونو ډېر سو، چي تر ۷ نیم لکو ډېر ځيني روغ سوي دي.
له ویروسه بیا د مړو سوو شمېر دوو لکو ته نږدې سو او تر ۱۹۱ زرو ډېري یې مړه کړي دي.
تېره ورځ په ټوله نړۍ کي تر ۸۵ زره ډېري مثبتي پېښي ثبت سوي وې، نن (تراوسه) ۲۴ زره دي، چي ښايي دا شمېر تر ۸۰ زره لوړ سي.

کرونا ویروس اروپا او امریکا تر نورو وچو ډېر وځپل، چي په دواړو لویو وچو کي تر ۲،۳ میلیونه ډېر خلګ په اخته سوي او تر ۱۷۳ زرو  یې ډېر مړه کړي دي.
آسیا ۴۳۵ زره پېښي لري او افریقا تر ۲۸ زره ډېري پېښي لري.
امریکا کي حکومت وايي چي پدې هیواد کي د مړو سوو کسانو شمېر تر ۵۰ زرو ډېر سو.
په امریکا کي تراوسه تر ۸۸۶ زره ډېر خلګ په کرونا اخته سوي دي.

هسپانیا کي له ۲۱۳ زرو څخه ۲۲ مړه، ایټالیا کي له ۱۸۹ څخه ۲۵ زره مړه، فراسنه کي له ۱۵۸ زرو څخه ۲۱ مړه، جرمني کي له ۱۵۲ زرو څخه ۵۵۰۰ مړه، برېتانیا کي له ۱۳۸ څخه ۱۸ زره مړه، ترکیه کي له ۱۰۱ زره څخه ۲۴۰۰ مړه، ایران کي له ۸۷ زرو څخه ۵۴۰۰ مړه، چین کي له ۸۲ زرو څخه ۴۶۰۰ مړه او روسیه بیا له ۶۲ زرو څخه ۵۵۵ تنه مړي لري.
په نړۍ کي د کرونا ویروس په پېښو کي د تېرو درو ورځو راهسي په ورځني شمېر کي تر ۱۰ زرو پوري ډېروالی راغلئ دئ.
دا په داسي حال کي ده، چي په ایټالیا، جرمني، امریکا، هسپانیا او یو شمېر نورو هیوادونو کي د کرونا د نسبي کمښت سره سم یولړ بندیزونه او محدودیتونه د حکومتونو لخوا لیري سوي دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي