کرونا؛ افغانستان کي د ویروس ننۍ مثبتي پېښي ۱۰۳ وې

خبریال: فضل الله فضلي
د عامي روغتیا وزارت خبر ورکوي، چي په تېرو ۲۴ ساعتونو کي تر ټولو ډېري مثبتي پېښي په کندهار کي ۵۳، هرات کي ۲۱، کندز کي ۱۵، کابل کي ۶، لوګر کي ۴، پنجشېر کي ۲، جوزجان او تخار کي هم یوه-یوه مثبته پېښه ثبت سوې ده.
۲ پېښي په پنجشېر ولایت کي لومړنۍ پېښي دي.
په کندهار کي د طبي کیټونو د بیا ورسېدو وروسته په دوو ورځو کي له څه کم ۲۰۰ معایناتو وروسته یې ۷۵ مثبتي پېښي ثبت کړي، چي یوازي یې د نن پېښي ۵۳ ته پورته سوې.
همداراز په کندهار کي په لومړي ځل دوه تنه له دې ویروسه مړه سوي او د روغ سوو شمېر یې ۴ ته لوړ سو.

پدې سره په ټول هیواد کي د کرونا ویروس مثبتي پېښي ۱۲۸۱ ته ورسېدې.
د روغ سوو شمېر ۱۸۰ ته پورته سو او مړي یې ۴۲ سول، چي ۴ یې ډاکټران دي.
د عامي روغتیا وزیر نن وویل:

تازه څېړنو ښودلې ده، د کرونا ویروس د انسان په مرۍ کي وده کوي، نو باید د ورځي څو ځله مالګه په اوبو کي غړغړه کړو.

هغه یو ځل بیا له خلګو وغوښتل، چي خلګ دي په کورونو کي پاته سي او خپلي روغتیا ته دي پام وکړي.
د کرونا ویروس د هیواد ۳۳ ولایتونو ته ورسېد او کابل، هرات، کندهار، بلخ او نیمروز کي تر ټولو ډېري پېښي ثبت سوي دي.
په هیواد کي د کرونا ویروس پېښي په داسي حال کي زیاتیږي، چي په لویو ښارونو کي یې لاهم قرنطین او ګرځبندیز دوام لري او خلګو ته د کاروبارو اجازه نه ورکول کیږي.
د لویو ښارونو ترڅنګ په یو شمېر نورو ولایتونو کي هم یولړ بندیزونه روان دي.

بلخوا د چین څخه نن هیواد ته د کرونا سره د مبارزې لپاره دوهمه چوپه مرسته هم راورسېدل.
پدې جوپه کي، کیټونه، ماسکونه، محافظتي کیټونه، د ځان ساتني عینکي، د تبي معلومولو الې، د ونټلاټور الې، د اکسیجن الې او د پي سي ار الې شاملې دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.




وروستي مطالب