نړۍ او کرونا؛ نوي اقدامات او په آسیا کي يې بیا راپورته کېدل

خبریال: فضل الله فضلي
له څه باندي یوې میاشتي وروسته یوځل بیا په آسیا کي دا ویروس په چټکۍ سره پراخیږي.
له یوې اونۍ راهسي د چین او ایران وروسته په ترکیه او روسیه کي د کرونا ویروس پېښي تر یولک او ۳۰ زرو څخه ډېري ثبت سوي دي.
نن دریمه ورځ ده، چي په روسیه کي تر ۶ زرو ډېري نوي پېښي ثبتیږي، چي ټولي پېښي یې تر ۴۷ زور واوښتې.
تر ټولو ډېري پېښي یې په مرکز مسکو کي ثبت سوي دي.

په ټول هیواد کي یې ویروس ۴۰۵ تنه مړه کړي، خو تر ۳۴ سوه پوري ځيني رغېدلي دي.
بلخوا په ترکیه کي هم د ویروس د مثبتو پېښو شمېر تر چین واوښت او تر ۸۷ زرو پوري رسیږي.
پدې هیواد کي ویروس ۲۰۱۷ تنه مړه کړي او تر ۱۲ زرو پوري ځیني رغېدلي دي.
ترکیه په آسیا کي تر ایران وروسته لوی کرونا ځپلي هیواد سو.
د نړۍ په بله برخه اروپا کي د ویروس پېښي پر کمېدو دي، چي تر پخوا په ورځني شمېر کي زرګونه کموالئ راغلئ دئ.

ایټالیا، هسپانیا، فرانسه، بریتانیا او جرمنی تر ۴ زرو پوري ورځنۍ پېښي لري او دا هیوادونه د اروپا تر ټولو ځپل سوي هیوادونه دي.
بلخوا په امریکا کي د مړو شمېر تر ۴۰ زرو واوښتئ، چي د امریکا په هر یو میلیون کسانو کي تر ۱۲۲ تنه پوري کرونا ویروس مړه کړي دي.
پدې هیواد کي ویروس تر ۶۷۶ زرو پوري رسېدلی او په اخته سوي دي.
ایران کي د نن پېښي تر ۱۳ سوو ډېريږي، چي هلته ټولي پېښي تر ۸۴ زرو پوري رسېدلي دي.
چین کي نن د ۱۲ نویو پېښو خبر ورکول سوئ دئ، چي هلته بیا ټولي پېښي تر ۸۳ زرو پوري رسیږي.
تر امریکا وروسته ډېر مړي ایټالیا ۲۳ زره، هسپانیا ۲۰ زره، فرانسه ۱۹ زره، بریتانیا ۱۶ زره، جرمنی ۵ زره، ایران ۵ زره، چین تر ۴ نیم زرو او بلجیم تر ۵ زرو ډېر مړي ورکړي دي.

په نړۍ کي د کرونا ویروس ټولي پېښي تر ۲،۴ میلیونه اوښتي دي.
ویروس تر ۱۶۶ زره تنو ډېر مړه کړي او تر ۶ لکه ۳۵ زره تنه ډېر روغ سوي دي.

د هیوادونو وروستي اقدامات:

امریکا د دې هیواد د اقتصاد د راپورته کېدو لپاره پر یو لوی نوي پلان کار کوي، چي څنګه بیا ځلي اقتصادي پر پښو ودروي او په تازه اقدام کي یې د یو نامعلوم دلیل له مخي پر روغتیا نړیوال سازمان باندي مرسته بنده کړې ده.
امریکا کي نن خلګو لاریون وکړ او د یو شمېر ځایونو قرنطین کېدل یې وغندل او خلګو غوښتنه کول چي کاروبارونه ته دي یې اجازه ورکول سي.

پدې هیواد کي تر اوسه د کرونا ویروس له امله شاوخوا ۱۷ میلیونه خلګ بې کاره سوي دي.
بلخوا په ایټالیا او هسپانیا کي کوچنیو کاروبارونو ته د پیل اجازه ورکول سوې ده.
همداراز په جرمني کي هم کاروبارونه پر خلاصېدو دي.
ایران حکومت هم ځیني بندیزونه لیري کړي، خو د ولس د نیوکو سره مخ سوئ، چي وايي دا ویروس به بیا پراخ خپور سي.
جنوبي کوریا کي حالت عادي کیږي او چین کي هم ډېر بندیزونه لیري سوي دي.
هند کي هم حکومت بندیزونه لیري کوي او تر اوسه یې د کاروبار لپاره میلیونونو خلګو ته اجازه ورکړې ده، چي تر ټولو ډېر یې کروندګر دي.

امکان لري، چي د پاکستان حکومت د علماؤ سره ګډه پرېکړه کي په روژه کي پر جماعتونو او تراوېح لمونځ باندي ځیني بندیزونه ولګوي.
نړیوال اقتصاد وايي چي که آسیايي هیوادونه د کرونا ویروس سره په مخنیوي کي پاته راسي، نو به د لوی اقتصادي زیان سره مخ سي.
آن اقتصاد به یې تر صفر کچي پوري ورسیږي.
د کرونا ویروس له امله اوسمهال په نړۍ کي د انسانانو دریمه برخه په کورونو کي پاته دي.
نن په افغانستان کي د کرونا ویروس پېښي تر ۱۰۰۰ ډېري سوې او ۱۰۲۶ ته ورسېدلې.

د عامي روغتیا وزارت د معلوماتو پر اساس چي پدې شمېر کي یې ۱۱۰ ډاکټران دي او ۴ ډاکټران مړه سوي دي.
نن ارګ هم تائید کړه، چي په ارګ کي تر ۲۰ تنو پوري کارکوونکې په کرونا ویروس اخته سوي دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




له دغو لارو چارو ګټه واخلئ او مه پرېږدئ چې مقابل لوری درته دروغ ووايي!

لیکوال: عایشه حیدري ، کابل - برخه : ځوانان او زده کړې

څېړونکي وايي چې شاوخوا ۶۰ سلنه خلک کابو لس دقیقې هم له دروغ ویلو پرته نه شي تېرولای. نو د دغو شمېرو له مخې کولای شو ووايو چې زموږ د شاوخوا خلک د ورځې په ... نور ولولئ